د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان : ډرون بریدونو درې وسله وال ووژل


په شمالي وزيرستان کي د مشکوکه امريکايي بې پايلټه الوتکي په بريد کي لږ تر لږه درې مشکوک وسله وال وژل شوي دي. د ځايي چارواکو په وينا بريد نن سهار له ميران شاه څخه درې کلو ميټره ليري د ډانډه درپه خېل په سيمه کي هغه وخت تر سره شو کله چي پر يو کور باندي دوې توغندۍ وتوغول شوې چي په ترڅ کي يې درې وسله وال ووژل شول.

شمالي وزيرستان له القاعده سره د تعلق لرونکي ډلي حقاني شبکې مرکز بلل کيږي چي په افغانستان کي د پاکستان له پټن ځايونو څخه په بريدونو کولو تورنه ده. امريکا په اوسنيو ورځو کي پر پاکستان غږ کړی دی چي د حقاني شبکې په ضد دي کوټلي ګامونه پورته کړي خو پاکستان له حقاني شبکې سره د ملاتړ تورونه رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG