د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان ته پکار ده بشري حقوق پیاوړي کړي.م.م


د ملګرو ملتونو امنيتي شورا د افغانستان پر حکومت ږغ کړی چي بشري حقوق پياوړي کړي او د اداري فساد مخه ونيسي. شورا د طالبانو په ضد د نړيوالو ايتلافي ځواکونو د جنګېدو د امر يادونه هم وکړه.

ايساف يا نړيوالو سوله ساتو ځواکونو ته د راتلونکي کال لپاره د ماموريت غځېدلو منظوري په داسي حال کي ورکړل شوې چي افغان حکومت د ملګرو ملتونو په يو رپورټ کي هغه تورونه رد کړل چي د هيواد په زندانونو کي بنديان په منظم ډول شکنجه کيږي.

د ملګرو ملتونو امنيتي شورا په افغانستان کي د عدالتي نظام پر پياوړتيا او په زندانونو کي د اصلاحاتو سربېره د بشري حقونو او د قانون پر حاکميت هم ټينګار وکړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG