د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښځو غږ


د هند وتلې سندر غاړې لتا منګیشکر
د هند وتلې سندر غاړې لتا منګیشکر
د هند وتلې سندر غاړی لتا منګیشکر چې په په زرګونو سندرې یی ویلي دي، د دوو اتیاو ( ۸۲ ) کالو شوه، او اواز یي اوس هم هغسې ځوان دی څنګ چې پخوا وو.


لتا د هندي فلمونو لپاره بې شماره سندري ویلي، او یو له بلې کامیابې شوی دي. د هغې د ژوند او کار په اړه په پلوشه کې رپوټ لرو.



كه یو کس د بل د كور په خوا كې ډزې وكړي او دا ووايي، چې د فلاني لور چې فلانۍ نومېږي زما شوه، یا کله د كلي په جومات او يا د كليوالو د را ټولېدو په ځاى كې ليك وغورځوي د نجلۍ او د نجلۍ دپلار نوم پكې وليكې او ووايي، چې زما شوه. نو بیا د خلکو خبره، بل څوك بيا حق نلري، چې دا نجلۍ دې، دوى ته واده شي.

پښتنې څنګ د روایاتو ښکار دي
پښتنې څنګ د روایاتو ښکار دي



په داسې نجلۍ پسې بیا څوك مركه نه ورځي او نه يې هم څوك ځانته واده كوي، او كه يې واده كړي نو بيا د مرګ له ګواښ سره مخامخېږي، او ډېر ځله يې پر غږ وهلې نجلۍ ډېرځوانان وژلي هم دي، تفصیل په پولوشه کې اوریدل مه هیروۍ.



ددې تر څنګ به دا هم واورۍ چې دا ځل دریو ښځو ته د امن نوبل انعام ورکړل شوی دې.


ددې اونیز پروګرام کوربنه فرخنده وزیر ده، دا پروګرام تاسو د هرې شورو او زیارت په ورځ د مشال ریډیو په خپرونو کې اوریدلای شۍ.

اړوند

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG