د لاسرسي ځای

تازه خبر

له بلوڅانو سره د روغې لپاره د هغوی کور ته ورځم.ګیلاني


د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني او د بلوچستان وزیراعلی اسلم ریساني روغړ کوي.
د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني او د بلوچستان وزیراعلی اسلم ریساني روغړ کوي.
د پاکستان وزيراعظم یوسف رضا ګیلاني ويلي چې له بلوچستان سره به نورو نا انصافي بيخي برداشت نکړي اوزياته کړې چې د خلکو د محرومی د ختمولو لپاره کور پر کور ګرزيدو ته تيار دی.

نوموړي داخبرې د صوبې د دوه ورځني سفر په مهال کوټه کې د پنځه زره ځوانانو په پاکستاني پوځ کې د شامیليدو دستورې ته وینا پر وخت کړی دی.


نوموړي زياته کړه چې په صوبه کې به شل زره بې روزګارانو ته د روزګار موقع برابروي او ددې ترڅنګ به نوري داسي پروزي پيليږي چې په کې خلکو ته روزګار پيدا شي.

به بلوچستان کې ځیني بلوڅ بيلتون پاله وسله والي ډلي له پاکستانه د بيليدو مبارزه کوي.

که څه هم د ولسمشر اصف علي زرداري په مشري د پيپلز ګوند حکومت د بلوچستان د ناهيليو د ختمولو لپاره تير کال د آغاز بلوچستان په نوم يو پيکیج اعلان کړی وو خو زياتره خلک وايې چې ورباندي هيڅ عمل نه دی شوی .

بلوڅ ملت پالو د وزيراعظم تازه څرګندوني رد کړې او ويلي دا د پخوانيو واکمنو په شان تش سیاسی بيان او ژمني دي.

له بلوڅانو سره د روغې لپاره د هغوی کور ته ورځم.ګیلاني دمشال تر رڼا لاندې بحث دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:55 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

يوسف رضا ګیلا نی د بلوچستان دا دوره په داسي حال کې کوي چې د پاکستان له امريکا او افغانستان سره اړيکې له کړکېچ سره مخامخ دي.

پو ښتنه داده چې د پاکستان په کورني او خارجی وضع ته په پام سره د يوسف رضا ګیلاني بوچستان ته سفر څه معنی درلودلی شي او آيا دده څرګندوني به بلوڅ ازادي غوښتونکی مطمئنه کړي.

دا مشال تر رڼا لاندی بحث موضوع ده. د بلوڅ ملت پاله ګوند نيشنل پارټی يو مشر ډاکټر اسحاق بلوڅ او په کوټه کې خبريال سید علی شاه د بحث ميلمانه دي چي کوربه يط عبدالحی کاکړ دی.
XS
SM
MD
LG