د لاسرسي ځای

کندهار :د موټرانو په ټکر کې ۱۱ تنه مړه او ټپيان شو



سید شاه سقیم ـ کندهار

د افغانستان په کندهار ولايت کې د ټرايفکي پېښې له امله يولسو تنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د پېښې په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.


د کندهار د عامې روغتيا د رياست کار کوونکي وايي چې په تېر کال کې په کندهار کې اوو زره تنه د ټرافيکي پېښو له امله معيوب شوي دي.

پېښه نن تر غرمې مخکې د کندهار سپين بودلدک پر لويه لاره د دوو موټرانو د ټکر له امله شوې ده چې پکې تر اوسه پورې څلور تنه مړه شوي او اووه نور ټپيان دي.

په مړو شويو او ټپي شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د کندهار د ټرافيکو مدير محمد الله خان مشال راډيو ته وويل چې په پېښه په مړو شويو کسانو کې دوې ښځې او يو ماشوم هم شامل دي.

(( دوه موټران له کندهاره سپين بولدک ته روان وو ، کله
چې د کندهار هوايي ميدان ته رسېدلي دي له يو بل سره يې ټکر کړى دی. ((

دى زياتوي چې پېښه د موټرو د ګړندي تګ او د موټر چلوونکيو د بې پروايي له امله شوې ده.

د کندهار کابل او کندهار سپين بولدک په لويو لارو وخت نا وخته ټرافيکې پېښې کېږي چې په دې وروستيو وختونو کې د نور کله په پرتله ډېرې زياتې شوې دي.

د کندهار د عامې روغتيا د رياست کار کوونکي وايي چې په تېر کال کې په کندهار کې اوو زره تنه د ټرافيکي پېښو له امله معيوب شوي دي.

د ياد رياست په خبره د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د کندهار ميرويس روغتون د ټرافيکي پېښو دوه زره اوو سوه شپږ پېنځوس تنه قربانيان ور ووړل شوي دي چې دا مهال دغه شمېره نوره هم ډېر زياته شوې ده.
XS
SM
MD
LG