د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د چرګانو فارمونه مخ په زياتيدو دي




بازمحمد عابد مشال ريډيو جلال آباد

په ننګرهار کې که له يوې خوا د چرګانو د فارمونو مالکان له خپل کار وباره خوښ دي، خو وايي په هګیو کې د چیچیو د پخېدو بهیر او په کارتنونو کې د هغوی د بندولو د ماشين نيشتوالى د خپل کار وبار په وړاندې لوى خنډ ګڼي.

د افغانستان په شرقي ولايتونو کې د سپين غر اتحاديې په چوکاټ کې چې د چرګانو په سلګونه فارمونه په کې راټول دي، د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ له رياست سره راجستر دي.

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ يو تن فارم لرونکي حاجي اميرخان وايي چې په دريو فارمونو کې تر اته زرو پورې چرګان روزي او اوس د څلورم فارم د جوړيدو خيال لري، دى زياتوي چې له خپلو دريو بچو سره د چرګانو په روزلو بوخت دي او ښه په کې خوشحاله دي. دى دا هم وايي چې که چيرې د بهر نه د چرګانو واردول بند شي، نو کار وبار به يې نوره هم وده وکړي.

خو د سره رود ولسوالۍ يو بل فارم لرونکى بيا په ننګرهار کې د چرګانو د پروسس او په کارتنونو کې د بندولو د ماشين نيشتوالى د خپل کار د پراختيا په وړاندې خنډ ګني. دوى له حکومت او نړيوالو مرستندويه ټولنو غواړي چې په ننګرهار کې دې ورته د چرګانو د حلالولو او په کارتنونو کې د بندولو يو مرکز جوړ کړي چې دوي خپل توليدات نورو ولايتونو ته هم ورسوي.

بلخوا د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ريس محمد حسين ساپي بيا وايي هڅه يې پيل کړې چې د ننګرهار فارمي چرګانو ته بازار پيدا کړي.

(( موږ په دې فکر کې يو چې څنګه وکولاى شي چې په ننګرهار، کابل او د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د چرګانو د خرڅولو مارکيټ جوړ کړي. څنګه کولاي شو چې دا بسته بندي کړو او هم د مارکيټينګ په حقله فکر وکړو. دا اوس يوه کيلو غوښه په کابل کې دوه نيم سوه افغانۍ ده او د يوه چرګ قيمت له يو نيم سل څخه تر يوسل اتيا افغانيو پورې دى. ))

څه درې لسيزې وړاندې په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې د چرګانو د روزنې څو محدود فارمونه وو خو د له کله نه چې ګڼ شمير افغانان خپل هيواد ته راستانه شوي نو له هجرت له ديار څخه يې يو شمير تجربې هم له ځانه سره راوړي چې يوه يې د چرګانو د فارمونو د جوړولو تجربه ده.

ياده دې وي چې اوس د افغانستان په شرقي ولايتونو کې تر زرو پورې د چرګانو د روزنې فارمونه فعال دي چې تر شپږ زرو تنو پورې ښځينه او نارينه وو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.
XS
SM
MD
LG