د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د سولې لپار ه مو ورونه پرانیستي دي"


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن له رایتر ز خبري اژانس سره مرکه کوي.۱۱ اکتوبر ۲۰۱۱ م کال
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن له رایتر ز خبري اژانس سره مرکه کوي.۱۱ اکتوبر ۲۰۱۱ م کال

د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د سه شنبې ورځ له رایټرز سره د مرکې پر مهال داسې اشاره وکړې چې د حقاني شبکې په ګډون له ټولو سره د سولې د تړون په لټه کې د امریکا ورونه تل پرانیستي دي.

امریکايي چارواکي پر حقاني اورپکې شبکه د لوړې کچې د اخ وډب کولو تور لګوي چې د دوی په ګمان له افغانستان د واشنګټن لخوا په کراره د وتو پلان ټکنی کولای شي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې دحقاني شبکې غړي به له افغان حکومت سره یوه جوړجاړي ته ورسېږي که څنګه نو په ځواب ک هیلري کلنټن وويل، موږ اوس هم دا دریځ لرو چې حقاني او د دوی غوندې نور خپل کلک دښمنان بولو او په افغانستان کې دننه یې د امریکايانو،افغانانو او زموږ د نورو اتحادیانو لپاره یې تر ټولو خطرناک ګڼو.خو موږ د پرمختګ پر وړاندې هیڅ لاره هم بندول نه غواړو.٬٬

میرمن کلنټن وويل،دا خبره به تروخته له مخه وي چې ووایو له دغه ډلو څخه یا هم د دوی له غړو څخه به څوک د جوړجاړي لپاره سنجبده هم وي که نه.

د یوې لسیزې جګړې وروسته دا مهال داوباما ادارې لخوا د افغانستان په تګلاره کې جوړ جاړی رامنځ ته کول یو له مهمو هدوفونو څخه دی خو په هغې کې د حقاني شبکې د شاملولو په خبره په واشنګټن کې ناندری تر سترګو کېږي.

امریکايي چارواکي پر دغه اورپکې ډله تور لګوي چې په تېره میاشت کې یې په کابل کې د امریکا پر سفارت او په یوه ټرک کې د چونکو توکیو په برید کې لاس لرلو چې ګڼ امریکايي سرتېري پکې تپیان شوي وو.

جګړه او خبرې

سره له دې چې هیلري کلنټن له حقاني شبکې سره د جوړجاړي خبرو کولو اشاره ورکړې خو دا وايي چې خپلې پوځي مبارزې ته به دوام ورکوو چې اورپکې سنجیده خبرو ته راوګرځوي.

دې وویل دا هم رښتیا دي چې موږ لګیا یو د حقاني شبکې خلک وژنو ،نیسو یې،او یا یې دې ته رابولو چې ترهګري پرېږدي.او هغوی هم هڅه کوي چې وس یې رسېږي ،ګڼ شمېر امریکايي ،افغان او ایتلافي ځواکونه ووژني.

تاسو به داسې ډېرې بیلګې لیدلي وي چې پر یو ځاي هممهاله جګړه او د روغې خبرې روانې وي،کله جنګ بندي وشي ،د دوو ډلو ترمنځ کاڼۍ کېښودل شي او یوازې خبرې روانې وي.

هیلري کلنټن په خپله مرکه کې وویل دا لا جوته نه ده چې څومره زغرده روغه جوړه راځی،او دا لا هم نه ده څرګنده چې په افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو له تدریجي کموالي سره جوخت په جګړه کې ښکیل پوځي کمندانان څومره ژر امنیتي ښوالای راوړي .

خو اوس د افغانستان جنوبي برخې چې یومهال د طالبان ټینګ مرکزونه بلل کېدل د تېر په پرتله زیات خوندي دي.

هیلري کلنټن په خپله مرکه کې هم نېغ به نېغه دا خبره ونکړه چې حقاني شبکه به یوه ترهګره ډله ګرځوي،خو ویې ویل امریکا غواړي د سولې په خاطر خپل ټول ورونه پرانستي وساتي.
XS
SM
MD
LG