د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا ډرون بريدونو ته په اشاره سره ويلي امريکا په پاکستان کې د اورپکو پر ضد جګړه پر مخ وړي.
د روئټرز خبری اژانس په وينا د ليون پنيټا په داسي حال کې په پاکستان کې د ډرون بريدونه مني چې امريکا په ښکاره له دې انکار کوي.
د امريکا دد فاع وزير ليون پنيټا دا څرګندونې په واشنګټن کې په ووډرو ولسن سنټر کي هغه وخت وکړې کله چې د غونډې ګډون والو ته د پاکستان او امريکا پر پيچلو اړيکو ږغيدلی.
نوموړي وويل د پيچلو اړيکو ځيني وجي دي ځکه چې دوی په پاکستان کې په يوه جګړه کې بوخت دي.
خو نوموړي و منله چې پاکستان په رښتيا هم په قبائلي سيمو کي د القاعدې پر ضد په کاروايانو کي همکاري کړې ده او اوس يې هم کوي لګيا دی.
خو ليون پنيټا بيا حقاني شبکې ته په اشاره سره وويل چې د دواړه هيوادونه، د پاکستان له خوا له اورپکو ډلو سره د اړيکو پر سر سخت اختلاف لري.
امريکا له مودې راهيسې له پاکستان د حقاني شبکې پر ضد د کاروايي غوښتنه کوي.
د امريکا د دفاع وزير تيره اونۍ په اټلي کې د امريکايې پوځي اډو د دورې پر موقع د سي آی اې له لوري د ډرون د استعمال خبره کړې وه.
نوموړي ويلي وو چې د سی ای ای له مشري پريښودو وروسته يې اوس د پينټاګون مشري په غاړه اخستې ده نو د سی ای ای د مسئوليت په مقابله کي هلته اوس ورسره ډيري وسلې دې او بيا يې زياته کړه ، خو ډرون الوتکې بدي نه دي.
د روئټرز خبري اژانس په وينا د امريکايي ولسمشر باراک اوبامه په حکومت کې د ډرون الوتکو استعمال زيات شوی دی.
د اژانس په وينا په پاکستان کې د روان کال د می په دومه نيټه د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژني وروسته هلته د ډرون شاوخوا ديرش بريدونه شوي دي.
امريکا د اسامه بن لادن پر ضد د عملياتو له مخه پاکستان نه وو خبر کړی چې وروسته بيا د سي آی اې مشر وويل امريکا ویريده چې هسې نه تر عملياتو له مخه هغه خبر کړل شي.