د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یوکرېن پخوانۍ وزیراعظمه اووه کاله په بند سزا شوه


د يوکرېن يو عدالت نن د دغه هيواد پخوانۍ وزيراعظمي يولي تيمو شينکو ته له دې کبله د اوو کلونو د بند سزا واورول چي نوموړې د خپلي واکمنۍ پر مهال په ۲۰۰۹م کال کي له روس سره د ګيس تړون لاسليک کړی و. د عدالت په وينا په ياد تړون کي تيمو شينکو له خپلي څوکۍ څخه ناسمه استفاده کړې وه.

جج د سزا اورولو پر مهال وويل چي نوموړې په ۲۰۰۹م کال کي هغه وخت د خپل واک ناسم استعمال کړی و کله چي يې د يوکرېن د توانايي څانګي نفتو ګاز ته امر کړی و چي له روس سره تړون لاسليک کړي. جج وويل چي نومړې په دې تړون سره نفتو ګاز ته د ۱۸۸ ملينه ډالره تاوان رسولی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG