د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روس وزيراعظم ولادمير پوټین د چین په سفر دی


د روس وزيراعظم ولادمير پوټین نن د چين په دوه ورځنۍ دوره بېجنګ ته رسېدلی دی. نوموړی به د خپلې دورې پر مهال د تجارت او توانايي په لړ کي يو شمېر تړونونه لاسليک کړي.

د روسي چارواکو له وينا سره سم دواړه هيوادونه به د اوو اربه ډالرو په لګښت تړونونه لاسليک کوي. هيله څرګنديږي چي د روس لخوا به چين ته د ګيس ورکولو دېرش کلن تړون د دواړو هيوادونو تر منځ د خبرو اترو لويه موضوع وي.

پوټین نن له چيني وزيراعظم وين جيا باو سره وليدل او سبا به له ولسمشر هوجن تاو سره ليده کاته کوي.

دواړه هيوادونه به په سيمه کي پر سياسي اوضاع او په ځانګړي ډول د شام پر حالاتو بحث کوي. روس او چين په ملګرو ملتونو کي د غربي هيوادونو لخوا د شام په ضد د بنديزونو د قرارداد مخالفت کړی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG