د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د لادرکه کسانو ستونزه هواروو. ګیلاني


د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني د بلوچستان له وزیراعلي اسلم خان ریساني سره روغبړ کوي.کوټه ۲۰۱۱م کال د اکتوبر ۱۱مه نېټه
د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني د بلوچستان له وزیراعلي اسلم خان ریساني سره روغبړ کوي.کوټه ۲۰۱۱م کال د اکتوبر ۱۱مه نېټه
خدای نور ناصر ـ مشال ریډيو کوټه

د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني په داسې حال کې د بلوچستان مرکز کوټې ته په دوه ورځني سفر تللی چې لا هم په دغه صوبه کې د تري تم (لادرکه) کسانو د وژل کېدو وروسته مړي موندل کېږي.د هغه تر تګ دوه ورځې وړاندې په صوبه کې د شپږو لادرکه کسانو مړي تر وژل کېدو وروسته موندل شوي دي.

په سه شنبې په کوټه کي دپاکستاني پوځ يوې دستورې ته وزیراعظم ګیلاني په خپلو خبرو کې وویل دبلوچستان دهرې ستونځې د هوارولو لپاره یې ګامونه پورته کړي.

په بلوچستان کې د خلکو لادرکه کېدل او وژل کېدل د صوبې یو له لویو ستونځو څخه ګنل کېږي. ګیلاني يې په اړه وویل، دلادرکه کسانو د لټون او بیرته راپيدا کیدو کار مو منظم کړ. او په همدې لړکي یوه عدالتي ډله پرله پسې خپل کار کوي. او په سپریم کورټ کي مو د بشري حقوقو يو سیل هم جوړ کړ.٬٬

خو د بلوچستان بلوڅ ملتپالو په صوبه کې د لادرکه کسانو د لټون په اړه له عدالتي کمیشن څخه هم د بائيکاټ اعلان کړی دی. او د وزیراعظم ګیلاني دا اوسنۍ څرګندونې یې تشې ژمنې بللې دي.

په بلوچستان کي ځينو بلوڅ ملتپالو ډلو له پاکستانه د بیلیدو اعلان کړی، او د دوی په خبره چې سبب يې له تېرو شپېتو کلونو راهیسې د پاکستان د مرکزي حکومت لخوا دبلوچستان حقوق تر پښو لاندې کېدل دي

همدا خبره وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني په کوټه کې په خپله وینا کې هم کړې، د پاکستان په تېرو حکومتونو کې بلوچستان ته هیڅ پام نه دی شوی او نه هم ددغه صوبې خلکو ته د دوی حقوق ورکړل شوي دي. په همدې وجه په دې وګړيو کي احساس محرومي پيدا شوه. زموږ حکومت له راتګ سره سم دبلوچستان د خلکو لپاره د ډیرو نورو کارونو سره سره اغاز حقوق بلوچستان هم اعلان کړ، چي په تیر وخت کي يې هیڅ بیلګه نشته.٬٬

خو د بلوچستان ډېری بلوڅ ملتپالې ډلې د صوبې پر شتمنیو د لاکورواکی او ځینې یې د پوره خپلواکی غوښتنه کوي.چې په صوبه کې د روان تشدد یو لوی سبب همدا ګڼل کېږي.
XS
SM
MD
LG