د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا ګورنر له بریده روغ راوتی دی


د خيبر پښتونخوا ګورنر بيریسټر مسعود کوثر د راکټونو په يو بريد کي روغ راوتی دی. په دي راکټي بريد کي يوتن وژل شوي او اووه نور ژوبل دي .

د مشال ريډيو خبريال وايي پيښه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چي د اورکزۍ ايجنسۍ په هيډ کوارټر کلايا کې ګورنر مسعود کوثر د ايجنسۍ د مشرانو يوي غونډي ته وينا کوله چي له ناڅرګنده اړخه پرې شپږ توغندي وتوغول شول. د بريد پړه تر دې دمه چا پرغاړه نه ده اخستې .خو په دې سیمه کې وسلواله طالبان لکه د نورو قبایلي سیمو په څېر فعاله دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG