د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقوقو اداره په پاکستان کې په تشدد اندېښمنه ده


په بلوچستان کې مېشت هزارګان په بیا بیا د مذهبي تندلارو ډلو لخوا په نښه کېږي
په بلوچستان کې مېشت هزارګان په بیا بیا د مذهبي تندلارو ډلو لخوا په نښه کېږي
'ګل آیاز - پراګ

د پاکستان د بشری حقوقو سازمان په هيواد کې د وژنو او د مړیو په موندلو سخته اندنښنه ښودلې . سازمان زياته وي چې په پاکستان کې د خلکو د ژوند حق له ګواښ سره مخامخ دي. دا څرګندوني د پاکستان د بشري حقوقو سازمان په غونډه کې شوي. د بشری حقوقو سازمان مشرې ذهره يوسف له مشال ريډيو سره په پاکستان کې د بشری حقوقو نه د سرغړونو په اړه وويل.

د پاکستان په جلا جلا سيمو کې وژني رواني دي. ددي وژنو نوعيت هم جلا دی نو ددې لپاره زموږ غونډه شوې وه. په بلوچستان کې د خلکو وژنه روانه ده. په دې سيمه کې خلک تېښتول کيږی. او اوس په دي کې نوی خبره دا ده چې ددي خلکو مړی موندلي کيږی چې پری تشدد شوي وي٬٬

د بشری حقوقو د سازمان ذهره يوسف مشال ريډيو سره په خبرو کې زياته کړه چې په بلوچستان کې د هزاره خلکو وژنه ډیره زياته شوې ده، له دې سره سره په قبايلي علاقو کې په لويه کچه د وژنو رپورټونه دي خو پر وړاندې یې تر اوسه پوری څه ګامونه نه دي پورته کړل شوي. ذهره يوسف وايي په مومند ايجنسي کې د اجتماعي قبر په اړه هڅ پلټني نه دي شوي، بلخوا په کراچۍ کې تشدد معمول جوړ شوی دی.

د پاکستان په جلا جلا سيمو کې د تشدد پيښو د وجوهاتو په اړه ذهره يوسف مشال ريډيو ته وويل...

په مختلفو علاقو کې جلا جلا وجوهات دي. په کراچۍ کې سياسي جماعتونه د خپل اثر زياتوالو او په ښار د کنټرول لپاره د تشدد په پيښو کې ککړ دي . په بلوچستان کې بیا جلا حالات دي. هلته د ملتپالو وژنه روانه ده او زموږ اندېښنه ده چې په دې کې امنيتي ځواکونه ککړ دي او دغه ادارې دريځ لری چې په دې سره د غورځنګ مخه نيولای شي.

د بشری حقوقو د سازمان مشره ذهره يوسف په پاکستان کې د فرقه ايز تشدد په اړه اندښنه څرګنده کړه او ویې ويل چې حکومت په فرقه ايز پيښو کې ککړ کسان خوشي کوي.

په فرقه ايزه پيښو کې د وژنو ذمه واری په حکومت راځي. حکومت د ناقانونه مذهبي ډلو پرضد موثره ګامونه نه پورته کوي. ددې ډلو کسان هم خوشی کيږی.لکه څنګه چې یې د لښکرې جنګوي ملک اسحاق پرېښود. او دغه ډلې وایي د شعيه ګان وژل ددوی مقصد دی.

خو تر اوسه د بشري حقوقو سازمان په پاکستان کې د بیلابیلو ډلو پر ضد د روان تشدد په اړه حکومت ته څه ویلي هم دي که نه؟ په ځواب کې د دغه ادارې مشر ذهره يوسف وايي، موږ حکومت ته ويلي دي چې ددوی لومړی فرض د ولس ژوند خوندي ساتل دي خو دوی یې نه کوي. او دا خبره هم صيح ده چې يواځي حکومت دا ذمه واری نشي اخستی په دې کې د سياسي ګوندونو ذمه واری هم جوړيږی. حکومت دې بايد سياسي ګوندونو سره په سلا مشورو او امنيتي ادارو ته د مناسبو اختياراتو سره یو څه موثره کاورايي ممکنه کيدای شي.

د پاکستان د بشري حقوقو سازمان په خپل رپورت کې دا هم ويلي دي په هيواد کې ټولنیزو حقوقو ته خاص پام لرنه پکار ده او د هغه خلکو ساتنه دې وکړي چې ژوند یې په خطر کې دی. د پاکستان واکمن سياسي ګوند د بشری حقوقو سازمان لخوا د کراچۍ په اړه رپوټ رد کړی دی.
XS
SM
MD
LG