د لاسرسي ځای



نقیب الله متونوال - خوست

اکثره رواني يا نفسياتي ناروغان د خپلو ناروغيو د علاج لپاره په دمونو او تعويذونو پسې ګرځي. خو په خوست کې ځينې کسان وايي، چې دمګري يا د تعويذونو ليکونکو ملايانو له ځينو ډاکټرانو سره لاس يو کړى، چې ناروغان به يو بل ته ليږي.

دوى وايي، چې دا داسې ملايان او ډاکټران دي، چې په څه نه پوهيږي خو په غلطه له خلکو پيسې اخلي.

په خوست کې یوتن ملا جنت ګل وايي، چې خلکوته دمونه او تعویذونه کوي په ځواب کې وایې په کتابونو کې دمونه او تعویذونه نشته ، او نه دا شته چې یو څوک دې په ټولو ناروغیو دې پوه شي.

پخوا ډاکټرانو ناروغانو ته دارو درمل ورکول او ملایانو به تعویذونه او دمونه کول ، خو اوس ځینې هغه ملایان، چې دمونه او تعویذونه کوي ترڅنګ یې ناروغانو ته دارو درمل هم لیکي او یا یې د خلکو خبره له ځینو ډاکټرانو سره ګوتې پټې کړي وي او هغه ډاکټرته یې لیږي او ځینې ډاکټران هم وایې چې فلانی دمګری ښه تعویذونه کوي او په دې ډول خپل کاروبار پر مخ بیايي.

په خوست کې ځینې خلک وایي داسې تعویذګر يې لیدلي، چې له بوټو څخه په کورکې جوړ شوي دارو درمل، چې یوناني دوا یې یې بولي ناروغانو ته ورکوي او یا ډاکټر ورته ښیي چې ستا په ناروغۍ باندې هغه ښه پوهیږي.

په دې اړه د خوست څو تنه اوسیدونکي وایې، چې اکثره دې تعویذګرو ته ښځې ورځي او دوی هم په دوی باندې باورکوي چې رښتیا وایې.
د دوى په خبره ډېر داسې ملایان شته چې دمونه اوتعویذونه کوي او بیا نسخې هم ورکوي او ورته وایې چې په فلاني درملتون کې به دا دارو درمل واخلې.

د خوست ښار يو اوسيدونکى عزيزالله د خپلو سترګو ليدلی حال داسې وايي:”زه خپله یوه داسې کس ورغلی وم،چې د تعویذ ترڅنګ یې نسخه هم راته ولیکله ، ډېره مې وګرځوله څوک نه ورباندې پوهیدل خو،چې کله مې هماغه درملتون ته وروړه چې راته ښودلى يې وو، ویې خندل او ویې ویل چې هو دا دوا شته“

د خوست په ښارکې د یوه درملتون خاوند قدیر وایې، چې دوی ته هم د دا ډول تعویذ ګرو نسخې ورغلي.

او زياتوي ”هو داسې ملایان شته چې خلکو ته نسخې لیکي خو په دې نه پوهیږي، چې دا درمل د ناروغۍ مطابق دي اوکه نه ، اوکله داسې هم شویدي چې امیدوارو ښځو ته یې داسې درمل لیکلي، چې د هغوی لپاره زیان لري. “

خو ایا رښتیا هم تعویذګریا دمګري په ټولو ناروغیوپوهیږي په اړه یې په خوست کې یوتن ملا جنت ګل وايي، چې خلکوته دمونه او تعویذونه کوي په ځواب کې وایې” په کتابونو کې دمونه او تعویذونه نشته ، او نه دا شته چې یو څوک دې په ټولو ناروغیو دې پوه شي. “

د یادونې ده، چې په افغانستان کې په تېرو اوږدو جګړو کې خلکوته رواني یا نفسیاتي ناروغۍ پیداشوي او نه پوهیږي چې چېرې او په څه ډول یې علاج وکړي خو، هرڅوک چې ورته دمګری ، تعویذګر ، او یا هم ډاکټر ورپه ګوته کړي هغوی ته مراجعه کوي. دا چې داډول کسان د دوی سره د ناروغیو په له منځه وړلو کې مرسته کولای شي اوکه نه ، خو دوی د ناپوهۍ او صداقت له مخې ورباندې باورکوي.

هغه د خوشحال بابا په خبره چې وايي،

له طبیبه خلک هیله د شفا کړه
زه خسته د خپل طبیب له لاسه یمه
XS
SM
MD
LG