د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر : بمي چاودنې یو کنټېنر او دوه پوځي ګاډي تباه کړل


د خیبر پولیټیکل چارواکي وایي، د خیبرپه لواړګي سیمه کې په تورخم دره باندې په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونو لپاره په ّ ټرالر کې بمي چاودنه شوه چې پکې د دوو پوځي ګاډو په ګډون ټرالر هم سوځېدلی دی.

په پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د ځايي چارواکو په خبره د لواړګي او تورخم ترمینځ لویه لاره تر دوه ساعتو پوري تړلي وه .

د پیښور و تورخم تر مینځ په لویه لاره له تېرې اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو لپاره پر مال وړونکو ټینکرو او کنټینرو بریدونه تر سره کیږی، چی پړه یی اکثره وسلوال طالبان په خپله غاړه اخلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG