د لاسرسي ځای

نامتو لیکوال او شاعر ساحراپرېدی مړ شو


ډ پښتو نامتو لیکوال او شاعر ساحر اپرېدی

ډ پښتو نامتو لیکوال او شاعر ساحر اپرېدی

فرهاد شینواری مشال ریډیو - خیبر ایجنسی

د خیبر قبایلی سیمې سره تعلق لرونکی د پښتو ژبې پیژندل شوی شاعر او ډرامه لیکونکی زینت شاه ساحر اپریدی وفات شو.

ساحر اپرېدی په ۱۹۴۳زکال کې په خیبر کوکی خیلو قبیله کې زیږیدلي وو،په پښتو،انګریزي،او سیاست کې يي ماسټر ډګري ترلاسه کړې وه،او په یو شمېر سرکاري انتظامي چوکیو باندې هم پاته شوی وو.

نوموړي شپږ کتابونه لیکلي دي، او د پانزیب په نوم شعري ټولګه یې چاپ شوېده ، ډرا د خیبر پښتونخوا وزیراعلی امیر حیدرخان هوتي د پښتو نامتو لیکوال او شاعر ساحر اپریدي ته د درملنې لپاره د پيسو چیک ورکوي

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی امیر حیدرخان هوتي د پښتو نامتو لیکوال او شاعر ساحر اپریدي ته د درملنې لپاره د پيسو چیک ورکوي

مې،افسانې او ناولونه یې هم لیکلي دي،او د ریډیو پاکستان پیښوراو پاکستان ټیلي ویژن نه یې یو شمیر د پښتو ډرامې خپرې شوي دي.

د ساحر اپرېدي د فن او شخصیت په اړه لیکوال او څیړونکی پروفیسر اسلم تاثیر مشال ریډیو ته وویل،” ساحر اپرېدی ډېر رومانوي شاعر وو،او لازواله غزلې يې لیکلې دي،او د پښتو د نظم سره سره یې نثر ته هم ډیره پام لرنه کړې وه،او د خپل چاپیرچل ،او د دود دستور یې پوره پوره ترجماني کړې ده“

د خیبر یو بل شاعر او لیکوال فضل ربي قیس د ساحر اپرېدي به باب وایي چې،،نوموړی د سندریزي کیسې په نوم یو نوی تخلیق هم کړی وو ،،

ساحر اپرېدی له ډېرې مودې راهیسې د ګوزڼ (فالج) بیمار وو، او په دې وروستیو کې ورته د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی امیر حیدرخان هوتي د درملنې لپاره درې لکه روپۍ پيرزو کړې وې.
نوموړي د ۶۸ کلونو په عمر له همدې ناروغۍ له نړۍ سترګې پټې کړې.
XS
SM
MD
LG