د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د امن تړون وشو


په قبایلي سیمې کرمه ایجنسۍ کې د فرقه ایزې شخړې د خاتمې او د مري امن معاهدې د عملي کولو خبره د دغه سیمې د پولیټیکل انتظامیی په دفتر کې د لویې جرګې مشر ملک وارث خان وکړه.
د سیمې نه انتظامي چارواکي مرستیال پولیټيکل ایجنټ جاوید الله محسود مشال ریډیو ته وویل چې په سیمه کې د مذاکراتو وروسته شییعه سني مشران متفق شوي دي او زر به د مري لوظنامي لاندې د تګ راتګ لارې پرانیستل شي او د بې کوره شويو خلکو د آبادکارۍ سلسله به شورو کړل شي.

د جرګې غړي وایی چې په پاړه چنار او سده کې به کمیټۍ جوړولې شي چې د بې کوره شویو کورنیو د آبادکارۍ طریقه کار به جوړوي.
کرمه قبایلي سیمه کې فر قه ایزه تاؤ تریخوالي د تېرو څلورو کالو راهیسې روان دې چې له امله یی په زرګونه کورنۍ بې کوره شوي او ګڼ شمېر کسان پکې وژل شوي هم دي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG