د لاسرسي ځای


په مجله نيو رپبلیک کې ليکواله هما يوسف په خپله يوه مقاله کې ليکې د څو اونيو راهسي د پاکستان او امريکا ترمنځه د لفظونو جګړه راوانه ده، د دواړو هيوادونو سياسي مشران د تره ګرۍ ضد جنګ باندې د ريډيو او ټي وي ګانو له لارې په مرکو کې په يو بل تورنه لګوي ، تر دې پوري چي د پاکستان په ځینو نجي ټي وي چينلونو قامي او جنګي سندري هم نشر کېدل شورو شوي.

دواړو هيوادونو يو بل ته دړکې ورکول شورو کړل، دواړخيزه ملګرتيا پر ځای د نوي ملګرتيا لپاره هلي ځلي شورو شوي ، تر دي پوري چي د پوځي عملياتو دړکې په کې هم ورکړل شوي.

مقاله ليکونکې هما يوسف وړاندي ليکې څومره چي د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتو وخت رانږدي کېږي هومره بيا هند د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ مرکز جوړيږي او اسلام اباد غواړي چي د نړيوال ځواکونو د وتو وروستو په افغانستان کې د هند اغيز غالب پاتي نه شي ،خو امريکا په افغانستان کې شخړه ختمول غواړي.

ليکواله هما يوسف زياتوي پاکستان په دي عقيده دي چي د اورپکو ډلو له لارې هغوی په افغانستان کې د هند د اغيز مخنيوی کولای شي خو امريکا ګڼي چې دغه اورپکې ډلې په افغانستان کې د دوي لپاره د تره ګرۍ ضد جنګ لړ کې تر ټولو لوي خنډ دي.

مقاله ليکونکې زياتوي که يو خوا د اورپکو ډلو له لارې په افغانستان کې پراکسي جنګ (د بل په مټ جګړه کول)پاکستان د خپلي بهرنۍ پالیسۍ په توګه کاره وي نو بلخوا له دې سره د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکي له خطر سره مخامخ شوي دي .

مقاله کې وړاندي راغلي چي په اورپکو ډلو تکیه کول او هغوی خپله مهمه اثاثه ګڼل نه يواځې د سيمې لپاره بلکې د پاکستان لپاره هم د زيان سبب ګرځيدای شي.

ليکواله هما يوسف وړاندې ليکې د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکې په دي روستيو کې هغه وخت کړکېچنې شوې کله چې د امريکا د ګډو پوځونو تلونکې مشر ايډميرل مايک مولن وويلي اورپکې ډله حقاني د پاکستان د استخباراتي اداري آي ايس آی اله کار ده.

د دي نه وړاندي هم په ۲۰۰۸ کال کې امريکا ۍ ورځپاڼي نيويارک ټايمز دا رپورټ ورکړي وو چي په کابل کې د حقاني ډلې لخوا په هندي سفارت د بريد دوران د يادې شوې ډلې سره د پاکستان د استخباراتي ادارې چارواکو خبري شوې وې.

خو د دې باوجود امريکايي چارواکو د مايک مولن د بيان ملاتړ ونه کړو او تر دې پوري چې د امريکا ولس مشر باراک اوباما په ريډيو خپله انټر ويو کې وويلي وو چې د اورپکې ډلې حقاني سره د پاکستان د استخباراتي اداري اړيکې واضحه نه دي.

مقاله ليکونکې زياتوي چي د دې وجه دا ده چي امريکا ته د القاعده پرضد جنګ او په افغانستان کې نړيوال ځواکونو ته د سامان رسولو په لړ کې د اسلام اباد ضرورت دی.

مقاله ليکونکې په اخره کې ليکې په سيمه کې دپاکستان او امريکا دښمنان جلا جلا دي نو داسې نه ښکاري چي دواړه هيوادونه به په يوه داسي تګ لاره باندي سلا شي چي له لاري يې په افغانستان کې جنګ ختم شي.
XS
SM
MD
LG