د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سيپاى او عليشيرخيلو شخړه په هوارېدو ده


د شينوارو د شپږو ولسواليو قومي مشران په جلال آباد کې جرګه شوي چې د سیپای او علیشېرخیلو لانجه هواره کړي.
د شينوارو د شپږو ولسواليو قومي مشران په جلال آباد کې جرګه شوي چې د سیپای او علیشېرخیلو لانجه هواره کړي.


بازمحمد عابد مشال ريډيو جلال آباد

په ننګرهار کې د دوو قومونو علي شيرخيلو او سيپاى تر منځ په دولتي ځمکه شخړه د حل کيدو په درشل کې ده.

د شينوارو د شپږو ولسواليو قومي مشران د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي د دوشنبې يا ګل په ورځ ورغوښتي وو او هغوى ته يې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په هدايت د شخړې د حل په موخه وروستى خبره واوروله. ده وويل:
(( تاسو خبر ياست چې د ريس جمهور لخوا د دې شخړې د حل کيدو له پاره ننګرهار ته شپږ جرګې راغلي او وخت په وخت يې د دې شخړې د حل کيدو غوښتنه کړې. اوس دا موضوع جمهور ريس په خپل لاس کې اخيستې او ما ته يې ويلي دي چې دا موضوع د جرګې او خبرو له لارې حل کړه. دا يې هم راته ويلي دي چې که دوى د جرګې فيصلې ونه منلې، له دواړو غاړو څخه وسلې راټولې کړه او د قانون منګولو ته يې وسپاره. نن د جرګې اخري ورح ده. که دوي نن پريکړه ومنله ښه ده او که و يې نه منله د دواړو غاړو مشران به د قانون منګولو ته سپارل کيږي.))

د سيپاى قوم په استازيتوب حاجي عثمان شينواري وويل چې پخوا يې هم د دولت پريکړو ته غاړه ايښې او اوس هم حاظر دي چې غاړه ورته کيږدې:
(( د سيپاى قوم دا خبره د والي صيب سره هلته هم منلې او اوس يې هم مني چې د پنځه کلونو له پاره به تيږه کيښودل کيږي، لارې او سرکونه به خلاصيږي، ښوونځي او کلينيکونه به پرانيستل کيږي. د پنځه کلونو له پاره به اوربند اعلانيږي او بيا به لس کسيزه کميټه جوړيږي چې د زړو پريکړو په رڼا کې د حل يوه نوې لار راوباسي. خو د اوريدو له قراره عليشيرخيل دا پريکړې نه مني.))

د علي شيرخيلو د قوم په استازيتوب ملک سيد حکيم حقيار وايي چې د شريعت او يا هم د شينوارو په لار جرګې ته حاظر دي خو په هغه صورت کې چې د لانجمنې ځمکې نه د مقابل لوري قبضه واخيستل شي.
(( موږ خبرو ته هلته هم حاظر وو او اوس هم حاظر يو. شريعت غواړو او د شينوارو ليار غواړو. موږ د شينوارو بچيان يو. نوې لار نه منو. کومې پريکړې چې په داسې مواردو کې زموږ پلرونو او نيکونو کړي هغې ته هر وخت حاضر يو. د مقابل لوري خوښه ده چې په شريعت راسره فيصله کوي او که د شينوارو په ليار. تر څو چې دشته تخليه نه شي، د تير په څير باندې په زور جوړې شوې مورچې او د ټوپک د ژبې لاندې خبرو ته نه يو حاظر.))

د يادولو ده چې د تيرو دوو کلونو راهيسې په دې لانجمنې ځمکې سيپاى قوم پروت دى او وخت په وخت په کې وسله والې نښتې رامنځته شوي چې دواړو غاړو ته يې مرګ ژوبلې هم اړولي دي.
XS
SM
MD
LG