د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان له پاکستانه څه غواړي؟


د افغانستان په بامیانو کې د بدها ستره مجسمه چې د وسله والو طالبانو په خپله دوره کې په ۲۰۰۱ کال ورانه کړه.
د افغانستان په بامیانو کې د بدها ستره مجسمه چې د وسله والو طالبانو په خپله دوره کې په ۲۰۰۱ کال ورانه کړه.


بوریوال کاکړ ، مشال ریډیو

پراګ :: چې کله د امریکا ځانګړو ځواکونو د روان کال د مې پر دویمه نېټه د القاعده شبکې د هغه وخت مشر اسامه بن لادن د پاکستان د ایبټ اباد په ښار کې وواژی نو له هغه وروسته نه یوازې د پاکستان او امریکا په اړیکو کې تاوتریخوالی رامنځ ته شو بلکه افغان چارواکو هم خپل هغه دریځ لا پسې ټینګ او تکرار کړ چې ګواکي پاکستان افغانستان ته ترهګر ورلېږي او په دې هیواد کې لاس وهنه کوي.

د افغانستان له خوا پر پاکستان د تورونو لړۍ له هغه وروسته ډېره توده شوې ده چې د افغان چارواکو په وینا یوه پاکستاني ځانمرګي بریدګر د سپټمبر پر شلمه نېټه د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني په کابل کې وواژی.

افغان ولسمشر حامد کرزي له بي بي سي سره په مرکه کې وویل ً طالبان د پاکستان له ملاتړه پرته ګوته هم نه شي ښورولای ً.

د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا بیا د ازادې اروپا له ریډیو سره د خبرواترو پر مهال وویل ، یوازې په تېرو ۱۰ میاشتو کې افغانستان ۵ زره د سړک د غاړې بمونه ورلېږل شوي او هره ورځ زیات شمېر ځانمرګي برید کوونکي ورلېږل کېږي

هغه زیاته کړه چې د افغانستان خلک هیله لري چې له ګاونډي ملک پاکستان سره د سولې او همکارۍ په فضا کې ژوند وکړي.

بلې خواته په کندهار کې د سلګونه دیني عالمانو یوې غونډې نیغ په نېغه پاکستان په دې تورن کړ چې په افغانستان کې د امن د راتګ په مخ کې خنډ دی. خو پاکستان په وار وار له داسې تورونو انکار کوي او وايي چې دا د افغانستان خپله کورنۍ مسله ده.

دا چې له داسې تورونو څخه به اخیر څه جوړیږي ، د پاکستان په سېنټ کې د بهرنیو چارو د کمېټۍ مشر سلیم سېف الله خان یې په اړه مشال ریډیو ته وویل چې له دې څخه څه جوړیږي نه او د هغه په خبره دی دا وړاندیز کوي چې د پاکستان او افغانستان هم یوه جرګه په کار ده ، د پښتنو یوه داسې جرګه چې حکومتي نه بلکه د مشرانو یوه جرګه وي او ۲۰ یا ۲۵ کسان د پاکستان او هم دومره له افغانستان څخه وي او سره کښېني او یو حل راوباسي.

سلیم سېف الله خان زیاته کړه چې داسې ستونزې په یوه غونډه نه شي هوارېدای ، هغه ځکه چې خلک جنګېدلي دي ، تاوانونه شوي او مرګونه شوي دي دا هر څه خو په یوه ورځ نه شي هوارېدای.

په کابل کې د سیاسي چارو له کارپوه نصرالله ستانکزي څخه چې کله وپوښتل شو چې افغان چارواکي له پرله پسې تورونو څخه څه ترلاسه کول غواړي ؟

نو هغه وویل دی فکر کوي چې نور افغان حکومت د خپل ولس ، سیاسي کړیو او اپوزېشن له خوا تر سخت فشار لاندې دې ته اړ شوی دی چې له پاکستانه سره داسې چلن وکړي.

نصرالله ستانکزي زیاته کړه چې افغان حکومت غواړي چې پاکستان ورسره په سپیڅلتیا سره د امن په راوستلو کې او د هغو ترهګرو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي چې په پاکستان کې مېشت دي او افغانسان ته وراوړي. هم دا ډول د هغو بریدونو مخه ونیسي چې د پاکستان له اړخه د افغانستان پر ننګر هار او کونړ ولایتونو تر سره کیږي.

د هغه په خبره دا وخت د افغانستان لپاره په دې ډېر مهم دی چې نړیواله ټولنه هم پر پاکستان بې باوره شوې ده او تر فشار لاندی یې ساتلی دی.

د افغانستان د استخباراتو ادارې د برهان الدین رباني له وژل کېدو وروسته وویل چې د هغه د وژلو دسیسه د کوټې په ښار کې مېشتې د طالباتو د شورا له خوا جوړه شوې وه او دوی د هغه په وژلو کې د لاس لرونکو ټولو کسانو په اړه بشپړه مالومات پاکستان ته ورکړي دي.

پاکستاني چارواکي بیا وايي چې دوی د برهان الدین رباني په وژلو کې لاس نه لري او د هغوی په خبره په دې اړوند د پلټنو په لړ کې چې یې څومره مرسته کولای شوای هغه یې له افغانستان سره کړېده.

خو د افغانستان له خوا په بیا بیا تور لګیږي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې د کردار ادا کولو پر ځای د داسې هڅو په مخ کې خنډونه اچوي.
XS
SM
MD
LG