د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند وتلی سندرغاړی جګجیت سینګ مړ شو


د هند وتلی غزل ویونکی سندرغاړی جګجیت سینګ
د هند وتلی غزل ویونکی سندرغاړی جګجیت سینګ
پامیر ساحل - پراګ

د هند وتلی سندرغاړی جګجیت سینګ چې نه یواځې یې په هند، بلکې په ټوله جنوبي اسیا او په نړۍ کې مینه وال لرل مړ شوی دی. نوموړي په ۷۰مه او ۸۰مه لسیزو کې د غزل ویلو په میدان کې لوی نوم پیدا کړ او د غزل ویلو ته یې په موسیقۍ کې یو نوی رنګ او نوی خوند ور وبښه.

جګجیت سینګ د ۷۰ کالو وو او ورځې مخکې د مغزو د رګ شلېدو له کبله په روغتون کې وو چې د دوشنبې په ورځ د هند له وخت سره سم، سهار په اته بجو مړ شو.

د هند وتلی سندرغاړی جګجیت سینګ مړ شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:43 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د هند یو ټیلي ویژن سي این این آی بي این د هغه د مرګ خبر داسې خپور کړ:

((تازه خبر چې اوس را رسېدلی دی، د غزل سندر غاړی جګجیت سینګ مړ شوی دی. هغه نن سهار مړ شوی دی. جګجیت سینګ د مغزو د رګ شلېدو له کبله مړ شوی دی. ))

تر دې خبر وروسته پر فېسبوک او نورو ټولنیزو اوبپاڼو د هغه په لسګونه زره مینه والو، د نړۍ له ګوټ ګوټ د هغه پر مړینې د خپګان څرګندونه وکړه.

د هند یوه بل وتلي سندر غاړي شبیر کمار پر فېسبوک یو شعر لیکلی دی او بیا یې لیکلي: ((د ښاغلي جګجیت سینګ لوی والي ته په لکونو سلامونه. تاسې زموږ په زړه کې یاست. هیڅ کله به خدای په اماني درته و نه وایو.))

د هیند وزیر اعظم ډاکتر منموهن سینګ د غزل د دې لوړ کچ د سندر غاړي په مړینه د خپګان څرګندونه وکړه او و یې ویل چې جګجیت به د خپل بهترین غږ لپاره تل یادېږي.

منموهن سینګ وویل، جګجیت سینګ په هند او نوره نړۍ کې د موسیقۍ په لکونه مینه والو ته خوشالۍ ورکړې دي.

جګجیت سینګ د غزل د باچا په نوم پېژندل کېده او په یو شمېر ژبو کې یې سندرې ویلې دي.

د جګجیت سینګ ښځه چترا سینګ هم وتلې سندرغاړې ده او له جګجیت سره یې ډېر غزلونه ویلي دي.


د هند وتلې سندر غاړې لتا منګېشکر د جګجیت مړینه لوی تاوان بللی دی. هغه وايي، هغه یې ډېر ښه پېژنده او هیله منه وه چې د ناروغۍ پر مهال به له کومې بهر شي او ښه به شي، خو خدای بل څه غوښتل.

بلې سندرغاړې اشا بوسلې ویلي د جګجیت سنګ غزلو مغزو ته سوله راوسته.

د جګجیت مړینه یو ځل بیا د نامتو شرقي شاعرانو لکه میر تقي میر او بیا د هندي شاعر ګلزار دا خبره زباتوي چې ريښتیا هم د انسان ژوند د اوبو د حباب یا پوکڼۍ په څېر دی چې د سترګو په رپ کې وي، او بیا نه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG