د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حقاني ډلې پر سر د امریکا و پاکستان اړيکي اوس پرکوم ځای ولاړ دي


د حقاني ډلې مشر سراج الدین حقاني
د حقاني ډلې مشر سراج الدین حقاني

ګل آیاز - پراګ

د امريکا لخوا په پاکستان د حقاني ډلی سره د رابطو تورونو او په سفارتي کچه تاو تريخوالي روستو بيا اړيکي ښه اړخ ته روانی شوي دي.

د خبری اژانس اې پي ترمخه پاکستان د امريکا استخباراتي ادارې سي آی اې په خواست د القاعده ډلی ۶ مشکوک کسان نيولي دي.

په ظاهره د دواړو هيوادونو ترمينځ اړيکي سم ښکاري چې د پاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا ګيلانی او د بهرنو چارو وزارت هم دا خبره څرګنده کړی وه. په اسلام اباد کې د سميزه چارو اداری يا انسټويټ اف ريجنل سډيز کې څيړونکي ارش خان له مشال ريډيو سره په خبرو کې وايي چې د امريکا او د پاکستان ترمينځ خاموشه ډپلوميسۍ کار کړی دي.

دا اوس صيح طريقه ده چې په سفارتی کچه ټولې مسلې هوارې کړی شي. داوړو هيوادونو ته دا نه وو پکار چې خپلمنځي اختلافات په ولسی کچه ښکاره کړي. اوس پاکستان ته د امريکا پيغام ملاوشوی دی او اوس هغوی ته هم دا احساس شته چې په ولسی کچه دا مسله نه هواريږي. د دوی ترمينځ خاموش چينلز بيا بهال شوي دي او خپلو کې یې خبرې اترې روانې کړي دي . زه دا نه وايم چې راتلونکو څو مياشتو کې به د حقانی ډلې پرضد کاروايي وشي يا به نه کيږی ځکه چې بل اړخ ته هم دړکی ورکړل شوېدي چې له دوی سره به خبرې اترې وکړي.

د امريکا او د پاکستان ترمينځ د پيچليو اړيکو لويه وجه حقاني ډله ده چې د امريکا په وينا د پاکستان استخباراتي اداره ورسره اړيکي لري. په اسلام اباد کې د عربي ټيلي ويژن الجزيره خبریال عبدالرحمان متار له مشال ريډيو سره په خبرو کي وويل چې اوس خو اړيکي یوه څه ښه ښکاري خو دې ته به انتظار کول وي چې راروانو ورځو کې څه کيږي.

د ترهګری ضد جګړه ډيره مشکله او پيچيلې ده ځکه خو دغه ډول ستونزې راپورته شوي دي. په دي جګړه کې استخبارات مهم رول لري او ددې پيچيده نوعيت له امله ستونزې رامنځ ته شوی دی خو اوس چارواکي وايي چې دوی په مسلو قابو موندلی دی او زياتره مسلې یې هوارې کړي دي. د دواړو هيوادونو چارواکي هڅې کوي چې اړيکي بيا بحاله کړي دي او دې ته به انتظار کوو چې راروانو ورځو کې د باور رامنځ ته کولو لپاره دوی څه کوي.٬٬


په اسلام اباد کې د امريکا يوې مطبوعاتي ادارې کارکونکي د نوم نه ښودو په شرط مشال ريډيو ته وويل چې پاکستان او امريکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې ملګري هيوادونه دي خو د افغانستان په اړه جلا نظرونه لري نو ځکه له مودو راهیسي داسې مسلې راپورته شويدي. په دې حالاتو کې دواړو هيوادونو اړيکي نه دي ختمې کړي ځکه چې دواړو ته د يو بل ضرورت دی.

دوی زياته وي په ښکاره خو ددواړو هيوادونو اړيکي سم شوي دي خو رارون ورځو کې به بيا څه مسله راپورته کيدای شي.


په اسلام اباد کې د عربی ټيلي ويژن الجزيره خبریال عبدالرحمان متار مشال ريډيو ته د سرچينو له خولې وايي چې کيدای شي امريکا او پاکستان د حقانی ډلې په اړه څه پريکړه وکړي او دا مسله هواره کړي.

دا وخت پاکستان او امريکا له مشکلو حالاتو تيريږي. په دې کې څه شک نشته چې داوړو هيوادونو ته وخت پکار دی چې د حالاتو جاج واخلي او د مهمې مسلې حقاني ډلې په اړه تفصيل سره خبرې وکړي. دوی له پکار ده د حقاني پر مسله له يو بل سره خبرې وکړي او يوه ګډ ه لاره راوباسي چې پر مسلو قابو ومومي. زه باور لرم او څو چې ما ته د دواړو خواو نه سرچينو ويلي دي .په موجوده حالاتو کې د دواړوو اړخو نه د حقاني پر مسله خبره شوي او خيالات يې هم شريک کړي. او زه يقيني يم او راروان ورځو کې به دا خبره واوري چې امريکا او پاکستان د حقانی ډلی په اړه پريکړه کړيده ده چې له دې ډلی سره څه وکړي.

په اسلام اباد کې د امريکا د مطبوعاتي ادارې یوه کارکونکي له مشال ريډيو سره په خبرو کې زياته کړه چې نه امريکا او نه هم افغانستان له حقانی ډلي سره د پاکستاني استخباراتي ادارې آی ايس آی د رابطو په اړه پاخه ثبوتونه ورکړی او اوباما ادارې دا پريکړه کړېده چې په ولسی کچه به د حقاني ډلی په نامه پاکستان فشار زياته وي. څيړونکي وايي د امريکا او د پاکستان ترمينځ د حقاني ډلې په اړه که څه پريکړه کيږي نو دا به ډيرې پوښتنې رابرسيره کړي.
XS
SM
MD
LG