د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ممتاز قادري سزا یوه عادي عدالتي کاروايي


ممتاز قادري د پخواني ګورنر سلمان تاثیر قاتل
ممتاز قادري د پخواني ګورنر سلمان تاثیر قاتل


ممتاز قادري د پخواني ګورنر سلمان تاثیر د وژلو په تور مجرم پیژندل شوی او ورته د مرګ سزا اورول شوې ده . ایکسپریس ټریبون ورځ پاڼه لیکي چې دا خبره د محتاطې خوشالۍ وړ ده .

ورځ پاڼه لیکي دا په روڼه ورځ د یو قتل د کونکي مجرم پيژندل دي چاچې په خپل جرم اعتراف کړی خو موږ بیا هم ددې قضیې د قاضي ستاینه کوو ، له دې داخبره جوتیږي چې ګینې موږ په کومه ټولنه کې اوسیږو او دخلکو توقعات څه دي ؟

د ورځ پاڼې په باور ممتاز قادري که په هره ټولنه کې ژوند کولی نو ددا ډول قتل په تور به د همداسې سزا وړ ګڼل کیده، او دا به دقضايي سیسټم د معمول خبره ګڼل کیده ، نه داچې دقاضي ستاینه به کیده چې ګیني هغه زړوره پریکړه کړې ده . خوددې نه معلومیږي چې پاکستانیان د اوسط درجې د مهذبې ټولنې نه هم په ښکته حالت کې ژوند کوي.

ورځ پاڼه لیکي چې د ممتاز قادري کیسه لاختمه شوې نه ده ، په ځانګړې ډول په داسې حال کې چې هغه ستره محکمه کې د فیصلې چیلنج کولو پریکړه کړې ده .

ورځ پاڼه زیاتوي دممتاز قادري له خوا د ګورنر سلمان تاثير وژل یوازې د وژلو یوه پېښه نه وه بلکه یوه واضحه اشاره هم وه او هغه دا چې د توهین رسالت په قانون به هیڅ ډول بحث د زغم وړ نه وي.

ورځ پاڼه لیکي دسلمان تاثیر د قتل غندل اسانه کار دی ، اصلي جرات دا پکاردی چې د توهین رسالت په قانون دهغه د دریځ ستاینه دې وشي چې له بده مرغه ډیر کم شمیر کې خلک به دا کار وکړي.

ایکسپریس ټریبیون لیکي ممتاز قادري ته د مرګ سزا اورونکي قاضي یوازې خپله دنده سر ته رسولې خو بیا هم د هغه ستاینه پکارده ځکه چې داسې ډیر کم کیږي ، او دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان په ډیرو ښارونو کې ددې پریکړې او د قاضي خلاف خلکو په مظاهرو لاس پورې کړی دی. څو ورځې وړاندې هم یو شمیر قانون پوهانو په راولپنډۍ کې د نوموړي قاضي په دفتر د برید کولو هڅه کړې وه .

ورځ پاڼه لیکي ددغو پېښو نه هم داخبره زبات ته رسیدای شي چې د پاکستان قضايي سیسټم څومره خپلواکه دی.

ایکسپریس ټریبیون د توهین رسالت یوې بلې پېښې ته په اشارې کولو سره لیکي چې د سلمان تاثیر د قتل نه پس یوه بله انجلۍ هم د توهین رسالت په تور مجرمه پیژندل شوې ده او دهغې ګنا هم دومره وه چې د پیغمبر نوم یې سم نه و لیکلی.

ورځ پاڼه لیکي چې ممتاز قادري ته د مرګ د سزا د اورولو په پېښه د خوشالیو لمانځل هم مناسب نه دي ، ځکه دا د سلمان تاثیر د مرګ غچ نه دی. ځکه غچ په هغه وخت کې اخیستل کیږي چې ته کمزوری یې. خو په دې معامله کې دانصاف غوښتنه باید وشي.

ورځ پاڼه په اخره کې لیکي ایا دا د تاسف اود خندا خبره نه ده چې په کوڅو کې د ممتاز قادري د زرګونو پلویانو خلاف په فیس بک او ټویټر باندې خپل غږ پورته کوي.
XS
SM
MD
LG