د لاسرسي ځای

په پنجاب کې ډینګي ناروغۍ نهه تنه نور وژلي


د پاکستان په پنجا ب صوبه کي د ډ ينګي ناروغۍ له و جي نور نهه کسان مړه شويدي.

د مشال ريډيو خبريال وايي په پنجاب صوبه کي د ډينګي ناروغتيا مخ په بره روانه ده او په تير شوا روز کي يواځي په لا هور ښار کي د ډينګي نور څلور سوه شپږ اتيا کيسونو تصديق شويدي او دي سره د غير سرکاري شميري ترمخه په دي ښار کي د ډينګي ناروغانو شمير له څلورویشت زره نه زيات شويدي .

همداراز په پنجاب صوبه کي د ډينګي رنځ له امله د مړو شوو کسانو شمير څه باندي د وه سوه ته رسيدلي دي. د دي رنځ د مخنيوي لپاره د سري لنکا او اډونيشيا نه هم د ډاکټرانو ټيمونه رابلل شويدي.

د يادوني وړه ده چي په خيبر پښتونخوا کي هم په دوه سوه شل کسانو کي د ډينګي وايرس تصديق شويدي.
XS
SM
MD
LG