د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان پنځه زره کلن تاریخ لري او له هیچا نه ډاریږي.


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا وايي چې افغانستان پنځه زره کلن تاریخ لري او له هیچا نه ډاریږي.

حکومت به هیڅ کله د افغانستان او هندوستان ترمنځ د رابطې ټینګولو په برخه کې له چا ونه ډار شي.

سپنتا له پاکستانه په کلکه وغوښتل چې د اورپکو په له منځه وړلو کې ورسره مرسته وکړي

دا ډول خبرداری دا پینځه زره کالن هیواد نشي ډارولی. موږ په تېرو ۳۲ کالونو کې ډېرې ستونزې ولیدلې. سږ کال تر اوسه ۵۰۰۰ د سړک تر غاړې بمونه افغانستان ته را وړل شوي دي. هره ورځ زیات شمېر ځانمرګي برید کوونکي را لېږدول کېږي. د افغانستان د خلک هیله دا ده چې له ګاونډي هیواد پاکستان سره د سولې او همکارۍ په فضا کې ژوند وکړو.


د افغانستان او هندوستان ترمنځ د ستراتېژیک تړون تر لاس لیک کېدو وروسته د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني دا د دواړو هیوادونو حق بللی وو خو د دې ملک د بهرینو چارو د وزارت ویاندې تهمینې جنجوعې ویلي وو چې اوس د امتیاز ګټلو او سیاسي لوبې وخت نه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG