د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستان سره خبرې باید ګټه وشیندي.کرزی


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وايي ،چې که له دې وروسته له پاکستان سره خبرې اترې کیږي نو په کار ده چې یوازې خبرې نه وي بلکه امریکا او افغانستان یې مثبتې نتیجې تر لاسه کړي. د هغه په وینا دا ځکه چې نور نو افغان ولس د ترهګرۍ د پېښو په وړاندې حوصله له لاسه ورکړېده.


نوموړي داخبرې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي مارک ګروسمېن سره پرون د خالي ورځ په کابل کې کړې دي.

ولسمشر کرزي ویلي پر پاکستان دي د اورپکو د پټن ځایونو د له منځه وړلو لپاره فشار زیات کړل شي.

د افغان ولسمشر له دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې مارک ګروسمېن په افغانستان کې دې ورستیو پېښو ته په کتو سره په دې اړه له حامد کرزي سره همږغي وښودله چې باید د افغانستان خبرو ته غوږ ونیول شي.

بلخوا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا وايي چې افغانستان پنځه زره کلن تاریخ لري او له هیچا نه ډاریږي.

حکومت به هیڅ کله د افغانستان او هندوستان ترمنځ د رابطې ټینګولو په برخه کې له چا ونه ډار شي.

سپنتا له پاکستانه په کلکه وغوښتل چې د اورپکو په له منځه وړلو کې ورسره مرسته وکړي

دا ډول خبرداری دا پینځه زره کالن هیواد نشي ډارولی. موږ په تېرو ۳۲ کالونو کې ډېرې ستونزې ولیدلې. سږ کال تر اوسه ۵۰۰۰ د سړک تر غاړې بمونه افغانستان ته را وړل شوي دي. هره ورځ زیات شمېر ځانمرګي برید کوونکي را لېږدول کېږي. د افغانستان د خلک هیله دا ده چې له ګاونډي هیواد پاکستان سره د سولې او همکارۍ په فضا کې ژوند وکړو.


د افغانستان او هندوستان ترمنځ د ستراتېژیک تړون تر لاس لیک کېدو وروسته د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني دا د دواړو هیوادونو حق بللی وو خو د دې ملک د بهرینو چارو د وزارت ویاندې تهمینې جنجوعې ویلي وو چې اوس د امتیاز ګټلو او سیاسي لوبې وخت نه دی.
XS
SM
MD
LG