د لاسرسي ځای

تازه خبر

"کراچۍ تقسیم ده " په تازه تشدد کې څلور تنه ووژل شو


د پاکستان لپاره کارکونکې د بشري حقونو کميشن وايي د کراچۍ ښار د سياست ، مسلک او ژبې پر بيناد په بېلا بېلو برخو ويشل شوی دی.

د کراچۍ د بدامنۍ په اړه خپل تازه رپورټ کې دې کمېشن ويلي چې ټول سياسي ګوندونه د کراچۍ د بدامنۍ په پېښو کې ګرم دي خو تور پر یوه او بل اچوي.

بل پلو په دې ښار کې د تاوترخوالي په تازه دوو پښو کې څلور تنه وژل شوي دي. یو خوا د ښار په سچل سېمه کې نامالومه وسله والو د عوامي نېشنل ګوند په سيمه ايز دفتر ډزې کړي دي چې ددغه ګوند دوه کسان په کې وژل شوي دي.


بلې خوا ته د لي مارکيټ پوليس وايي چې په دغه علاقه کې د دوه کسانو مړي موندل شوي دي چې نالومه کسانو په ډزو وژلي دي ـ

د يادونۍ وړ ده چې په کراچۍ کې د بدامنۍ پر ضد په ستره محکمه کې د اوريدنۍ پر مهال د تېرې يوه نېمې مياشتې راهیسې د وژنو لړۍ دريدلې وه چې اوس پکې بيا زياتوالی تر سترګو کيږي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG