د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب: داتو بنګله دېش وګړو سرونه غوڅ کړل شو


له سعودي عربه رپوټونه وايي د جمعې په ورځ په ریاض کې دغلا او شوکو او د وژنو په تور د اتو بنګله دېشي وګړو سرونه پرېکړل شوي دي .

ځايي رسنۍ د دې هیواد د کورنیو چارو د وزارت له حوالې وايي چې په هم دې ورځ دوه نور د سعودي عرب خپل کسان هم له ورته سزا سره مخامخ شوي دي.

د جمعې په ورځ له دې لسو سره په روان کې د هغو کسانو شمېر شپږ پنځوس ته ورسېدی. تېره میاشت د بخښنې نړیوالې ادارې ً ایمنسټي انټرنشنل ً وویل سعودي عربستان د اګست له میاشتې وروسته د خلکو وژلو ته په دېره لوړه کچه دوام ورکړی دی.

یادې شوې ادارې وویل ، په سعودي عربستان کې یوسل څلوېښت بندیان داسې دي چې ښايي د مرګ په کتار کې ولاړ وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG