د لاسرسي ځای

تازه خبر

له هند سره د افغانستان تړون او پاکستان


له هندي وزیر اعظم منموهن سنګ سره د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د ستراتیژیک تړون کاغذات تبادله کوي.
له هندي وزیر اعظم منموهن سنګ سره د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د ستراتیژیک تړون کاغذات تبادله کوي.
ژباړه: نجیب عامر، مشال راډیو

لیکواله: فرحت تاج

سرچینه: ډېلي ټایمز ورځپاڼه


لیکواله فرحت تاج په دغه مقاله کې لیکي: ((هند ته د افغان ولس مشر حامد کرزي د اوسني سفر پرمهال ددواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکي همکارۍ یو پراخ تړون لاس لیک شوی دی.))

دا تړون د دواړو هیوادونو ترمنځ دسوداګرۍ کچه لوړوي، د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا کې د هند د دایمي غړیتوب لپاره دافغانستان ملاتړ باوري کوي او تر ټولو مهمه دا چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو پرمهال افغان امنیتي ځواکونو ته هندوستان روزنه ورکوي.

فرحت تاج لیکي دا تړون د دې خبرې ښکارندویي کوي چې د پاکستان د امنیتي ادارو د افغانستان په اړه ناوړه خیالونه پېژندل شوي دي، ځکه، پاکستان په افغانستان کې د ځان پلوی حکومت غواړي چې هند نا ارامه کړي.

دهند د نفوس د مخ نیوي لپاره د پاکستان استخباراتو تل هڅه کړې چې د ډېورنډ د کرښې دواړو غاړو ته د پښتني ملت پالنې مخه ونیسي، د ۱۹۸۰ په لسیزه کې د مجاهدینو او د ۱۹۹۰په لسیزه کې د طالبانو وسله والې ډلې منځ ته راوړي او تر ۲۰۰۱ کال وروسته د ترهګرۍ خلاف د امریکا په مشرۍ په روان جنګ کې دوه مخه پالیسي خپله کړي.


لیکواله وړاندې لیکي : (( د هند او پاکستان ترمنځ ستراتیژیک تړون په داسې وخت کې لاس لیک شوی چې د حقاني ډلې پر سر د امریکا او پاکستان اړیکي خړپړ شوي او افغانستان دا تورونه لګوي چې د پخواني ولس مشر او د سولې د شورا د مشر برهان الدین رباني په وژلو کې پاکستان لاس درلودلو .))


د فرحت تاج په اند، که پاکستان په افغانستان کې د ولسي خلکو په ګټه کارونه کړي وای ، سوداګرۍ ته یې وده ورکړې وای او د افغانستان د خپلواکۍ درناوی یې کړې وای نو ښايي د نوي ډیلي پرتله به یې کابل کې ځان ته زیات ځای پیدا کړی وای.

ځکه چې پاکستان له افغانستان سره په پوله پروت دی ، کابل بحیره عرب ته د رسېدو لپاره د اسلام اباد مرستې ته اړتیا لري او پر دې سربېره په پاکستان کې په لوی تعداد کې پښتانه ژوند کوي، چې که پاکستان سمه کړن لاره خپله کړې وای نو دافغانستان د خلکو زړه یې خپلولای شو .

دلیکوالې په باور، د پاکستان دې کړن لارې نه یواځې افغانستان بلکه پاکستان هم له تباهۍ سره مخامخ کړو.

په ځانګړې ډول د فاټا او خیبر پښتونخوا سیمې زیاتې وځپل شوې. او نن پاکستان په یو داسې مقام ولاړ دی چې هند او افغانستان د پاکستان پر نه غوښتو سر بېره یو بل ته نېږدې شوي او پاکستان په دې نوم چې د حکومت په کچه ترهګرۍ ته وده ورکوي نه یواځې په سیمه بلکه په نړۍ کې هم د ځان ځانۍ ښکارشوی دی.

پاکستان د افغانانو ، د پښتنو او غیر پښتنو په یو ډول د کرکې ښکار ګرځېدلی او د خپلو خلکو له نظره هم غورځېدلی دی.

فرحت تاج لیکي، د هند او افغانستان ترمنځ د دې تړون په غبرګون کې به پاکستان هڅه کوي چې د افغان حکومت د وسله والو ډلو له لارې فشار زیات کړي، چې د هند له خوا د افغان ځواکونو د روزلو مخه ونیسي.

نوموړې وايي د پاکستان اوسنی حکومت چې واک یې له پیپلز ګوند سره دی، نه غواړي چې افغانستان کې د جنګ د لارې پرمخ تګ وکړي؛ خو د هند او پاکستان په اړه خپله بهرنۍ پالیسي تر کنټرول لاندې نه شي راوستای.

د ټولو ګوندونو وروستي کانفرانس هم په خپل پرېکړه لیک کې ویلي چې له طالبانو سره باید خبرې او مذاکرات وشي نو د دې مانا به دا وي چې پاکستان به په خپله خاوره کې دننه د ترهګرو ډلو خلاف ګامونه نه پورته کوي چې په افغانستان د دوی د بریدونو مخه ونیول شي.

د حقاني اورپکه ډله چې افغانستان کې یې د هندوستان په سفارت بریدونه کړي ، بیا به هم خپل کار ته دوام ورکوي.

په پاکستاني مطبوعاتو کې به د پښتنو خلاف پرو پاګند زیاتېږي چې دوی د طالبانو ملاتړ کوي، جهادي فعالیتونه به یواځې تر فاټا پورې محدود پاتې نه شي، بلکې په ټول پاکستان کې به خپاره شي. پاکستان به له جهادي ډلو سره د مرستو لپاره په سیمه او نړۍ کې نور تورن وپېژندل شي؛ نو په داسې حال کې بیا دا پوښتنه را ولاړیږي چې نړۍ به د ترهګرۍ ملاتړی دا هیواد ترکومې پورې زغمي؟

فرحت تاج زیاتوي : وخت به دې پوښتنې، ځواب ووايي.
XS
SM
MD
LG