د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې ۲۹ اورپکي وژل شوي دي


په پکتیکا کې امریکايي سرتېري توغندی ولي. د ۲۰۱۱ز کال د سپټمبر میاشت.
په پکتیکا کې امریکايي سرتېري توغندی ولي. د ۲۰۱۱ز کال د سپټمبر میاشت.
نقیب الله متونوال، مشال راډیو

ښرنه
- افغان او نړیوال سوله ساتي ځواکونه خبر ورکوي چې، د جمعې ورځې په مازديګريې د پکتيکا ولايت برمل ولسوالۍ کې ډيورنډ کرښې ته نېږدې د يو لړ عملياتو په ترځ کې ۲۹ وسلوال مخالفين وژلي.

په بګرام کې د ايساف د رسنيو مرکز رسنيو ته په يوه پيغام کې ليکلي، چې د وسلوالو مخالفينو يوې ۲۵ کسيزې ډلې چې غوښتل یې د برمل په ولسوالۍ کې د نړيوالو سوله ساتو او افغان ځواکونو په ګډه اډه باندې بريد وکړي له بريد وړاندې ۲۵ تنه ټول وسلوال په نښه او له مينځه يوړل شول.

پر همدې مهال يو صرف ډوله موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک او څلور کسان چې په چاودېدونکو توکو سمبال وو او غوښتل یې په برمل کې د نړيوالو سوله ساتو او افغان ځواکونو ګډې اډې ته دننه شي چې د يادې اډې د تلاشۍ دروازې ته نېږدې په ۵۰ مترۍ کې دوی ته د درولو امر ورکړل شو چې د نه درېدو پر مهال په يادو موټر ډزې وشوي او له څلورو وسلوالو سره يو ځاى له منيځه يوړل شو .

د دې پيښو تاييد د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان هم کړى.

وسله وال طالبان هم مني، چې د دوى په چاودېدونکو توکو ډک يو صرف موټر او څلور کسان چې په چاودېدونکو توکو سمبال وو او د برمل په پوځي اډه يې بريد کاوه وژل شوي، خو د دویمې پېښې په اړه يې تر اوسه څه ندي ويلي.

د و وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايې، چې د دوى وسله والو د پکتيکا ولايت په غيبي خيلو کې په افغان او ايساف ځواکونو بريد کړى او مرګ ژوبله يې وراړولې ده.
XS
SM
MD
LG