د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سرت زیاتره برخې د لنډ مهاله حکومت ځواکونو نیولي


د رپوټونو له مخي د ليبيا د لنډ مهاله حکومت پوځ د سرت د ښار زياتره برخې نيولې دي.

سرت د لرې کړل شوي واکمن معمر قذافي پلارنی ښار او د نوموړي د ملاتړ وروستی مورچل بلل کیږي. د لنډ مهاله حکومت پوځ پرون د جمعي په ورځ د ټېنکونو او درنو وسلو په مرسته د سرت پر ښار لوي يرغل وکړ . په داسي حال کي چي په سرت ښار کي جګړه زياته شوې ده ، په زرګونو خلکو خپل کورونه خوشي کړيدي. هغه څوک چي د روم سمندرګي ته مخامخ ښار کې ګير دي ، وضعه يي خرابه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG