د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشار الاسد دې خپله څوکۍ پرېږدي: امریکا


په شام کې د حکومت د مخالف ستر کارکونکي تر وژنې وروسته يو وار بيا امريکا د دې هیواد ولسمشر بشار الاسد ته ويلي دي چې خپله څوکۍ دې پرېږدي .

سپينې ماڼۍ په يو بيان کې ويلي، ولسمشر بشار الاسد دې د خپل هیواد تر لا ورانولو وړاندې له له خپلي څوکۍ استعفا ورکړي. بيان زياتوي، تر دې وروسته به حالات ډېر خطرناک وي. سپيني ماڼۍ د پخواني سياسي قيدي مشال ټامو وژنه او پر نورو سياسي مشرانو بريدونه غندلي دي. د سپینې ماڼۍ دا بیان زیاتوي چې په شام کې دا تشدد له هغه دري ورځي وروسته رامنځ ته شوی دی چې چين او روس د شام په اړه د ملګرو ملتونو قرارداد ويټو کړ. د ملګرو ملتونو په دې قرارداد کې شام ته خبرداری ورکړی وو چې که یې پر ولسي وګړو یې تشدد بند نه کړ نو بنديزونه به پري ولګول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG