د لاسرسي ځای

تازه خبر

'طالبان د پاکستان له ملاتړه بغیر ګوته هم نشي ښورولای'


د امریکا و افغانستان ولسمشران، باراک اوباما او حامد کرزی
د امریکا و افغانستان ولسمشران، باراک اوباما او حامد کرزی
پراګ - د جمعي په ورځ، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له بي بي سي سره په خپلو خبرو کي وويل ، د هغه حکومت او د امريکا په مشرۍ کې د ناټو پوځ افغانانو ته په امنيت ورکولو کې پاتې راغلي دي.

ولسمشر کرزي پر پاکستان هم نيوکې وکړې چي د ياغيتوب ملاتړ کوي او وې ويل چې په دې ملک کې ا وس هم د اورپکو پټن ځايونه دي چې له منځه وړل پکار دي.

حامد کرزي له بي بي سي سره د مرکې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((یقیناً طالبان به د دې وړ نه وي چې د پاکستان له ملاتړه پرته خپله ګوته هم وښوځوي. ریښتیا دا دي چې طالبان د خپل سیاسي او عملیاتي سر دفتر په توګه په پاکستان کې مېشت ول او دي.))

حامد کرزي وویل، دا پر پاکستان د تور پورې کولو لپاره نه وايي؛ بلکې غواړي چې دواړه هیوادونه له ترهګرۍ خلاص شي.

پاکستان په بیا بیا له دې توره انکار کړی دی چې له وسله والو ډلو سره اړیکي لري او یا یې هم ملاتړ و مرسته کوي.

ولسمشر کرزي وویل، له طالبانو سره به حتماً خبرې وکړي خو که ورته استازی په لاس ورشي.

ده زیاته کړه، له ځانمرګو برید کوونکو سره خبرې نشي کولای.

د یو بل خبر تر مخې، د امريکا ولسمشر باراک اوباما په تېرو لسو کالونو کې د افغان جنګ په ترځ کې وژل شویو څه باندي ۱۷۰۰ امريکايي پوځيانو ترڅنګ، نړيوال او افغان سرتېرو ته سلامي کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د له منځه وړلو لپاره په دې هيواد کې د پیل شوې جګړې د۱۰ کالونو پوره کېدو پر مهال، ولسمشر اوباما په خپل بيان کې ويلي دي: ((امريکا اوس ډېره خوندي ده او د دې لپاره د امريکايي پوځيانو ، ډپلوميټانو او استخباراتي کارپوهانو د قربانيو ډېره مننه.))

ورځې مخکې په کابل کې د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني د یوه ځانمرګي برید پر مهال ووژل شو. د رپورټونو تر مخې یو کس چې ځان یې د طالبانو استازی ښوده، رباني ته د پیغام ورکولو په موخه ورغلی وو او ځانمرګی برید یې وکړ.
XS
SM
MD
LG