د لاسرسي ځای

د طبیعي ناورینونو د تاوان کمولو لارې


په دالبندین کې تر زلزلې وروسته د نړېدلې ودانۍ انځور. د ۲۰۱۱ز کال د جنورۍ میاشت.

په دالبندین کې تر زلزلې وروسته د نړېدلې ودانۍ انځور. د ۲۰۱۱ز کال د جنورۍ میاشت.

ژباړه: شاهین بونیری، مشال راډیو

سرچینه: ایکسپریس ټرېبیون


ایکسپریس ټریبون ورځپاڼې د ډاکټر نعمان احمد یوه مقاله خپره کړې ده چې پکې په پاکستان کې د قدرتې افتونو په نتیجه کې د ولس د زیان کمولو په لارو چارو بحث شوی دی .

مقاله نګار لیکي چې شپږ کاله وړاندې زلزلې په کشمیر او خیبر پښتونخوا کې ښارونه، کلي او بانډې ورانې ویجاړې کړې.

دی لیکي: ((اوس هم زموږ د ابادۍ یوه لویه برخه په هغو سیمو کې ژوند کوي چې زلزلو، سیلابونو او د څونامي له خطر سره مخامخ ده. کارپوهانو خو لا مخکې جنوبي ساحلي پټۍ له خطره ډکه سیمه ګرځولې ده. او دا سوچ هم وېرونکی دی چې که د کراچۍ غوندې په لوی ښار کې زلزله راشي نو څومره تاوان به واړوي؟ زموږ په یو ښار کې هم دا تیاري نشته چې له یو قدرتي افته د را ولاړ شوي صورتحال انتظام به څنګه کېږي؟))

یوه پخوانۍ خبره ده چې زلزلې خلک نه وژني بلکه تعمیرونه او جوړښتونه یې وژني.

د پاکستان په ښاري او نیمو ښاري سیمو کې د دنګو تعمیرونو جوړول، ښارونو کې د آبادۍ بې مهاره ډېرېدل؛ د تعمیرونو د جوړولو پر قانون او قاعدې عمل نه کول، او د ګیس او بجلۍ د نظام غیر مناسب جوړښتونه لوی خطرونه دي.

ډاکټر نعمان احمد دوه تجویزونه ورکوي:

وړومبی خو دا چې په بېلا بېلو برخو کې دې د تعمیرونو او جوړښتونو له سره جایزه واخیستای شي. او دا دې ولیدل شي چې په دغه تعمیرونو کې څومره خلکو ته اوسېدل پکار دي، دا تعمیرونه څومره مضبوط دي، ایا له اوره د حفاظت انتظام لري او کنه؟ او په دوی کې د بجلۍ او ګیس له ممکنه خطرو د حفاظت لاره شته او کنه؟ باید د دې ټولو خبرو جایزه واخیستای شي.

دویمه دا چې د ولسي دفاع تنظیمونه دې پیاوړي کړل شي، د رضاکارو تربیت دې وشي او په جنګي بنیادونو دې په تعلیمي ادارو کې په دغه اړه د بیدارۍ او بنیادي تربیت بندوبست وشي.
XS
SM
MD
LG