د لاسرسي ځای

پر نجونو غږ او د ښځو خواره برخه


د کندهار په ارغنداب کې یوه کورنۍ په موټر کې روانه ده.

د کندهار په ارغنداب کې یوه کورنۍ په موټر کې روانه ده.

نقیب الله متونوال، مشال راډیو

خوست
- په پښتني ټولنه كې د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي تر ټولو بد او ناوړه عمل پر ځوانو او نا واده شویو نجونو غږ دی.

كه یو کس د بل د كور په خوا كې ډزې وكړي او دا ووايي، چې د فلاني لور چې فلانۍ نومېږي زما شوه، یا کله د كلي په جومات او يا د كليوالو د را ټولېدو په ځاى كې ليك وغورځوي د نجلۍ او د نجلۍ دپلار نوم پكې وليكې او ووايي، چې زما شوه. نو بیا د خلکو خبره، بل څوك بيا حق نلري، چې دا نجلۍ دې، دوى ته واده شي.

په داسې نجلۍ پسې بیا څوك مركه نه ورځي او نه يې هم څوك ځانته واده كوي او كه يې واده كړي نو بيا د مرګ له ګواښ سره مخامخېږي او ډېر ځله يې پر غږ وهلې نجلۍ ډېرځوانان وژلي هم دي.

په دې اړه د خوست يو تن قومي مشر تور حاجي وايي، چې كه څوك يې وغواړي نو غږ وهلې نجلۍ له ولور پرته وركول كېږي او زورور خلك يي ځانته ودولای شي. نوموړی زياتوي، چې د غږ وهلې نجلۍ ودول هرو مرو له مرګ سره تړلې خبره ده.


خو كه د نجلۍ كورنۍ راضي شي نو بيا رسم و رواج څه دى؟

قومي مشر تور حاجي وايي چا چې پر نجلۍ غږ كړی، ننواتي به کوي، هغوي به بښنه غواړي او هم بايد دوى د دې نجلۍ په بدل كې دوه نجونې يا يوه نجلۍ او د يوې پور وركړي.
هغه کورنۍ چې پر نجلۍ یې غږ کړی وي، غټ غوایي به اخلي، ننواتې به کوي او د نجلۍ له کورنۍ به بښنه غواړي، نو که یې بښنه ومنل شوه، نو دوې نجونې به هم په بدل کې ورکوي. خو ډېر ځله دا ډول ننواتي منل شوي هم نه دي او حتا زموږ په کلي کې داسې شوي دي، چې پر يوه غږ وهلې نجلۍ يې درې تنه وژلي دي.))


د خوست د تڼيو ولسوالۍ يو تن اوسېدونكی ګل رحمان وايي، چې ډېر ځله داسې هم كېږي چې يو کس د بل د بد نامولو او يا هم د دې لپاره، چې ځوانه خور لور يې په كور ورپاتې شي په پټه ورباندې ليك غورځوي او نجلۍ غږ وهلې كوي.

(( زموږ په سیمه کې داسې هم شويدي، چې د شخصي تربګنۍ او یا هم د بلې دښمنۍ له امله یې په نجلۍ خط غورځوي او غږ وهلې کړې یې [وي]، خوهغه کس بيا ځان ندی ښودلی.))

د غږ چې اصلي قرباني هم نجونه دي، له دې عمل كړېږي او له دا ډول خلكو غوښتنه كوي، چې د نجلۍ له بد نامۍ او د دوى د ژوند له تباهۍ دې په كلكه ډډه وكړي.

په دې اړه د خوست دوه تنه نجونې وايي، د دوی هیله ده، چې ځوانان دې نجونې ، چې د دوی خوښه نه وي په زور دا ډول ودونو ته نه مجبوروي. ځکه چې دا ډول ودونه ډېرې بدې پایلې لري، حتا له دې امله ډېرو نجونو ځانونه هم وژلي دي.
په شرعي لحاظ دا څومره بد عمل دى. په خوست کې ديني عالم مفتي حبيب الرحمان وايي چې شرعاً دا کاملاً ناروا دى او دا ډول کسان بايد د قانون په رڼا کې په سخته سزا ورسېږي. دی وايي: (( که څوک کومه کورنۍ يا نجلۍ دې ډول واده ته مجبوره کړي نو د ژوند تر پايه به دا خلک په ګناه کې واقع وي.))


(( دا کاملآ ناروا، غیر شرعي، د جاهليت او منافقت عمل دی او دا ډول کسان باید په سخته سزا ورسول شي، چې [پر نجونو] غږ کوي.))

ايا د افغانستان په قوانينو کې د دا ډول جرمونو لپاره کومه جزا ټاکل شوې؟

حقوق پوه او د خوست پوهنتون استاد مير ولي جان لکڼوال وايي: (( په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون په ۲۷ ماده کې راغلي، که څوک د یوې نجلۍ د قانوني واده مانع وګرځي، نو دی په بند محکوم کېدای شي، چي دا د بند موده له یو کاله تر پنځو کالو پورې هم اوږدېدای شي.))

کار پوهان وايي، که څه هم دا ډول پيښې د خلکو د شعور په لوړېدو اوس خورا کمې شوي، خو بيا هم چې په افغانستان کې په تېرو ۱۰ کالونو کې د ښځو د حقوقو لپاره ګڼې نارې وهل کېږي او د دې لپاره د افغانستان په کابينه کې يو ځانګړى وزارت هم جوړ شوى او پدې برخه کې د ميلیونو ډالرو د مصرف خبرې هم کېږي، خو د پښتني ميرمنو برخه اوس هم خواره ده.
XS
SM
MD
LG