د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې نوي قسم مچانو د انارو فصل خراب کړی دی


په کندهار کې د انارو یو دوکاندار
په کندهار کې د انارو یو دوکاندار
سید شاه سقیم، مشال راډیو


کندهار
- د افغانستان د کندهار ولايت انار چې په نړيوال کچ شهرت لري، سږ کال پر نابلده مچان روږدي شوي دي او تر اوسه پورې يې د انارو سلګونه ونې زيانمنې کړې دي.

د کندهار باغوانان وايي چې يو ډول زرغون رنګه نابلده مچان په دې وروستيو وختونو کې ور الوتي او د انارو په ونو کېني چې بيا وروسته د هم هغې ونې انار چې مچ پر ناست وي تر راشکولو وړاندې په ونه کې ورستېږي.

د دوى په خبره، يو مچ کولاى شي د ورځې تر سلو په زياتو ونو وګرځي او په خروارونو انار مخکې له دې چې بازار ته لاړ شي له کاره وباسي.

د سلطان محمد په نامه د کندهار يو تن باغوان وايي چې تر اوسه پورې يې نويو را پيدا شويو مچانو سم نيمى انار خراب کړي او که يې مخه ونه نيول شي سږ کال به زيات تاوان وکړي.

دی وايي: (( داسې يو رقم زرغون مچ پيدا شوى دى. يو دانه مچ سلو انارو ته تاوان رسولاى شي. او اوس يې خلک او بزګران له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ کړي دي. اوس يې زموږ باغونه په نيمه درولي دي، يانې ۵۰ فيصده انار يې خراب کړي دي. ))

د عبد الله په نامه د کندهار يو بل تن باغوان بيا وايي چې تر اوسه پورې دولت له دوى سره په دې اړه هيڅ ډول مرسته نه ده کړې: (( په دې اړه تر اوسه پورې له موږ سره هيڅ ډول مرسته نه ده شوې . د دغو مچانو له امله موږ مجبور يو چې شنه یې را وشکوو او په نيمه بيه يې خرڅ کړو.))

د کندهار ولايت د کرهنې رييس انجينر احمد شاه روشن بيا وايي چې تر اوسه پورې يې له ګڼ شمېر داسې کسانو سره چې دوى ته راغلي مرستې کړې دي او د پيدا شويو نويو مچان ضد درمل يې ورکړي دي.

(( ماته له مختلفو وسله واليو څخه خلک راغلي چې زيات يې د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي دي . موږ تر اوسه پورې هغو خلکو ته چې راغلي دي، دوايي ورکړي او تر اوسه پورې يې پر ۳۰۰۰۰۰ ونو پاشلې چې ښه نتېجه يې ورکړې ده . ))

له کندهاره هر کال په ټنونو انار ګاونډي هېواد پاکستان او ځينې نورو هېوادونو ته صادرېږي، خو باغوانان وايي چې که سږ کال د پيدا شويو مچانو چاره ونه شي نو د انارو حاصلات به يې يواځې د افغانستان تر اوسېدونکيو پورې هم په سمه توګه ونه رسېږي.
XS
SM
MD
LG