د لاسرسي ځای

پر شکیل اپریدي د غدارۍ مقدمه کېدای شي؟


د القاعده مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ز کال د مې په دویمه په اېبټ اباد کې ووژل شو.

د القاعده مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ز کال د مې په دویمه په اېبټ اباد کې ووژل شو.

اسرار عالم مومند، مشال راډیو

پراګ
- د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژنې د تحقیيقاتو لپاره جوړ کړل شوي کمېسون ويلي دي، پاکستانی ډاکتر شکيل اپريدی، چې د اسامه بن لادن په وژلو کې د امريکا له استخباراتي اداري سي آی اې سره په مرسته کولو تورن دی، پرضد به يي له ملک سره د غدارۍ مقدمه چلول کېږي.

ایا واقعي په دې معاملې کې ډاکتر شکیل اپریدي له دولت سره غداري کړې ده او که نه؟ د دې پوښتنې ځواب د پاکستان د سپریم کورټ بار پخوانی مشر قاضي انور ورکوي: (( د پاکستان د ایین تر مخې په شکیل اپریدي باندې د غدارۍ د مقدمې جواز نه جوړېږي.))

په پېښور کې د قانوني چارو کار پوه بیرسټر باچا وايي: ((ډاکتر شکیل اپریدی د هیواد د ګټو پر خلاف او له امنیتي ادارو په پټه د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې مرسته کړې وه.))

پر ډاکتر اپریدي تور دی چې نوموړي په اېبټ اباد کې د واکسین ورکولو په عمل کې د اسامه بن لادن د اوسېدو د ځای مالومات ورکړل او بیا یې هغه مالومات د امریکا له استخباراتي ادارې سي آی اې سره شریک کړل.

د هغو مالوماتو پر اساس اسامه بن لادن ووژل شو. که د پاکستان عدالت شکیل اپریدی له هیواد سره د غدارۍ په تور تورن ګرځوي نو د ده سزا به څه وي؟

بیرسټر باچا وايي، که چېرې دا تورونه پر زبات شي نو اپریدي ته به د مرګ سزا ورکول کېږي.

که یو خوا د قانوني چارو کار پوه بیرسټر باچا وايي شکیل اپریدي له هیواد سره غداري کړې ده نو بل پلو د پاکستان د د سپریم کورټ بار ایسوسي اېشن پخوانی مشر قاضي انور وايي پر ډاکتر اپریدي له ملک سره د غدارۍ مقدمه چلول د پاکستان د ایین خلاف دي.
XS
SM
MD
LG