د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر امریکا وروسته، پاکستان چین ته مخ اړوي


ژباړه: شاهین بونیری، مشال راډیو

سرچینې: نیو یارک ټایمز او ګارډین ورځپاڼې


په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې خپره شوې یوه مقاله کې لیکل شوي چې د اسامه بن لادن تر مرګ وروسته له واشنګټن سره د پاکستان اړیکي خراب شول، نو پاکستان د امریکا د نعم البدل په توګه مخ خپل نېږدې ملګري چین ته واړاوه.

خو که چرې له نېږدې ولیدل شي نو له امریکا سره د خپلو مخ په خرابېدونکې اړیکو د تاوان پوره کولو لپاره د پاکستان له خوا د چین د استعمالولو صلاحیت ډېر محدود دی. او دا خبره امکان لري چې کله امریکایان افغان جګړه راټوله کړي، نو پاکستان به يوخوا ته پاتې شی.

لکه څه رنګه چې د پاکستان اقتصاد په راغورځېدو دی او قوم یې د ترهګرۍ له بریدونو سره مخامخ دی ځنې پاکستانیان دا پوښتنه راوچتوي چې ایا چین به دومره مرسته وکړای شي او کنه؟

خو کارپوهان وايي له امریکا سره په مقابله او په مشرقي اسیا کې د چین مهمې ګټې چرته بل ځاۍ پرتې دي. او داسې ډېرې موقعې یې په پام کې نه دي نیولې کله چې یی د پاکستان د خراب اقتصاد د ښه کولو لپاره مرستې کولې شوې.

ګارډیین د افغانستان د جګړې په اړه په یوه مقاله کې لیکي چې د ساړه جنګ تر ګټلو وروسته په ۲۱مه پېړۍ کې مغربي طاقتونه له دوو لویو ناکامو سره مخامخ شول.

یوه د عقل یا شعور ناکامي او بل د قیادت ناکامي.

که یو خوا یی د مغرب اقتصاد د یو اوږد بحران نه د راویستو لپاره خپل لامحدود وسایل په کار رانه ویستل نو بل خوایی د یو سخت دریزه مسلمان له خوا په امریکه برید د مسلمانې نړۍ په یوه لویه برخه د انتقامي جنګ لپاره د بهانې په توګه اوکاروه.

اسامه بن لادن ته د پناه ورکولو په وجه افغانستان ته لس کاله یوه لویه سزا ورکړلی شوه.او بیا دا غوښتنه چې افغانستان دې خپل زاړه عادتونه هیر کړي او جمهوریت ، سرمایه دارانه نظام، او د ښخو او سړو د برابرۍ اصول دې خپل کړي هم سامراجې غرور ښکاره کوي.

خو د امریکا له خوا د بدلې اخیستو په منډه کې د احتیاط کولو هره مشوره تر پښو لاندې کړې شوه.
XS
SM
MD
LG