د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې نوی پول جوړ کړل شو


د نوي جوړ کړل شوي پول انځور
د نوي جوړ کړل شوي پول انځور
نقیب الله متونوال، مشال راډیو

خوست
- د افغانستان د خوست والي عبدالجبار نعیمې د پټۍ د پرې کولو پر مهال وویل، چې دا پول د نړیوال بانک په څه د پاسه ٣٩ ميليونه افغانۍ مالې مرسته د یوناپس موسسې له خوا جوړ شوی دی.

د ده په خبره دا پول، ۱۴۰ میټره اوږدوالی او نهه متره سور لري. دا پول خوست او پکتیکا ولایتونه او څو ولسوالۍ د خوست له ښار سره نښلوې .

نوموړي په دې اړه وويل: ((دا پول ۱۴۰ ميټره اوږدوالی او ۹ متره سور لري. په دې پول باندې څه د پاسه ۳۹ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د افغانسان د فوايد عامې وزارت په چوکاټ کې د نړيوال بانک له خوا ورکړل شوى دى.

د خوست والي عبدالجبار نعیمي د نوي پول د پرانیستو د مراسمو پر مهال. نوموړی له پولیس سره په څنګ کې ولاړ دی.
د خوست والي عبدالجبار نعیمي د نوي پول د پرانیستو د مراسمو پر مهال. نوموړی له پولیس سره په څنګ کې ولاړ دی.
د دغه پول په جوړېدو سره د خوست او پکتيکا ولايتونو څو ولسوالۍ له خوست ښار سره وتړل شوې. او د دغه پول څخه به د خوست او پکتيکا ولايتونو سلګونه زره کسان ګټه پورته کړي.))

والي عبدالجبار نعیمې په خلکو غږ وکړ چې چې د امن په ساتنه کې له دولت سره همکارې وکړي چې په هیواد کې د ابادۍ کارونه په ښه او لوړ کیفیت سره تر سره شې .

دسیمې اوسیدونکوهم د دې پول په جوړېدو خوښې څرګنده کړه او ویل، چې د دې پل په جوړیدو سره به دوی ته ډیرې اسانتیاوې برابرې شې.

د سپېرې ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي شهيد خان وايي، چې د دغه پول په جوړېدو سره به يې ډېری هغه ستونزې هوارې شي، چې وړاندې له دې ورسره لاس او ګرېوان وو.

نوموړي زياته کړه: ((د پول د نه شتون له امله په باد او باران کې موږ نه شو کولای، چې خپل ناروغان په وخت روغتونو ته ورسوو، ماشومان ښوونځيو ته ولاړ شي او همدارنګه ورځنۍ چارې په ښه توګه ترسره کړو))

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې په ورځ له۲۰ میلیونو زیاتو افغانیو په لګښت د سولې عالې شورا ولایتې دفتر لپاره دیوې ودانۍ د جوړیدو چارې هم پیل شوې، چې په خوست کې د ولایتې بیا رغاونې ډلې (PRT) له خوا ورکول کیږې.
XS
SM
MD
LG