د لاسرسي ځای

په کندهار کې د طالبانو یو 'ولسوال' ووژل شو


د کندهار امنيتي چارواکي وايي چې تېره شپه يې د کندهار په شا ولي کوټ ولسوالۍ کې د همدې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ټاکل شوى ولسوال وژلى دى.

د کندهار د ولايت له مقامه مشال راډيو ته په يوه را لېږدول شوې خبر پاڼه کې ويل شوي دي چې د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکى ملا نثار احمد چې په دې وروستيو کې د شا ولي کوټ لپاره طالبانو خپل ولسوال ټاکلى وو، تېره شپه ناوخته د کره استخباراتي راپورونو په اساس د کورنيو او بهرنيو سرتېرو په ګډو تر سره شويو عملياتو کې د څلورو نورو ملګرو په ګډون وژل شوى دى . د سرچېنې په خبره د ملا نثار احمد سره په وژلو شويو کسانو کې د وسله والو يو بل جنګي قومندان هم شامل دى. طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG