د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د جګړې ۱۰ کاله پوره شول


نن (جمعه، د ۲۰۱۱ز کال د اکتوبر اوومه) پر افغانستان د امريکا په مشري د حملې ۱۰ کاله پوره شو.

د افغان متحدينو په ملتيا د امريکا او برتانيا د بريدونو مقصد د طالبانو د حکومت را پرځول او د القاعده د اسلامپاله سختدریځه اورپکو لټون وو چې د ۱۱ سپټمبر د بريدونو ذمه واره ول. د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د مبارزې په نوم دغو عملياتو په څو اوونيو کې د طالبانو حکومت له منځه وېوړ، او پر ځای يې د امريکا په ملاتړ د افغانستان د اوسني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ کې نوې عبوري انتظاميه جوړه کړل شوه. د امنيت او فعاله حکومت د پر ځای کولو لپاره د ناټو، امريکا او افغانستان په زرګونو عسکرو د طالب ياغيانو پر ضد عملياتو ته دوام ورکړی دی. د نړيوالو ځواکونو او طالبانو ترمنځ په دې جګړه کې، د زرګونو افغانانو تر څنګ د ۱۷۰۰ سوه امريکايي پوځيانو په ګډون ۲۷۰۰ بهرني عسکر ووژل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG