د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې نوبیل اعام ښځو ته ورکول کېږي


درو ښځو د لایبیريا ولسمشرې ايلن جانسن سېرليف، د لایبیريا مبارزې لېمه ګبويي او د يمن توکل کامران د امن نوبیل انعام ګتلی دی.


په ناروې کې د نوبیل انعام کمېټه وايي، درو واړو ښځو ته د دوی د هغو کارونو په بدل کې جایزه ورکړل شوې ده چې د ښځو د خونديتوب او د هغو د حقونو لپاره يې د عدم تشدد له لارې مبارزه کړې ده؛ چې دا ډول ښځي د امن د راوستو په کارونو کې پوره پوره برخه واخلي. د ناروېژیايي نوبیل کمیټۍ مشر تورب جارن جګلينډ نن (د ۲۰۱۱ز کال د اکتوبر اوومه) په اوسلو کې د ۲۰۱۱ز کال لپاره د نړیوالي جایزې د اعلانولو پر وخت وویل: ((ناروېژیايي نوبیل کمیټۍ هیله منه ده چې ایلین جونسن سېرلیف، لېمه ګبو يي، او توکل کامران ته ورکړل شوی انعام به د ښځو د ځپلو بهیر پای ته ورسوي چې اوس هم په ځېنو هیوادونو کې ورسره مخمخ دي. همدا راز، هیله ده چې له دې سره به د ډیموکراسۍ او سولې لپاره د ښځو د قوت پېژندنه هم وشي.)) ۷۲ کالنه جونسن سېرليف په ۲۰۰۵ کال کې لومړۍ افريقايي ښځه وه چې له جمهوري لارې ولسمشره وټاکل شوه. ليمه ګبويي بيا په لایبیريا کې د جنګ سالارانو د مقابلې لپاره د عيسايې او مسلملنو ښځو يوه ډله جوړه کړې وه. خبرياله او د درو ماشومانو مور، توکل کامران په يمن کې د ولسمشر عبدالله صالح پر ضد د مظاهرو په منظموونکو کې يوه وتلې څېره ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG