نن (جمعه، د ۲۰۱۱ز کال د اکتوبر اوومه) پر افغانستان د امريکا په مشري د حملې ۱۰ کاله پوره شول.
د افغان متحدينو په ملتيا د امريکا او برتانيا د بريدونو مقصد د طالبانو د حکومت را پرځول او د القاعده د اسلامپاله سختدریځه اورپکو لټون وو چې د ۱۱ سپټمبر د بريدونو ذمه واره ول.
د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د مبارزې په نوم دغو عملياتو په څو اوونيو کې د طالبانو حکومت له منځه وېوړ، او پر ځای يې د امريکا په ملاتړ د افغانستان د اوسني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ کې نوې عبوري انتظاميه جوړه کړل شوه.
د امنيت او فعاله حکومت د پر ځای کولو لپاره د ناټو، امريکا او افغانستان په زرګونو عسکرو د طالب ياغيانو پر ضد عملياتو ته دوام ورکړی دی.
د نړيوالو ځواکونو او طالبانو ترمنځ په دې جګړه کې، د زرګونو افغانانو تر څنګ د ۱۷۰۰ سوه امريکايي پوځيانو په ګډون ۲۷۰۰ بهرني عسکر ووژل شول.
د ترهګرۍ پر ضد د جګړې پر مهال، د ۲۰۱۱ز کال د مې په دویمه، د امریکا ځانګړو ځواکونو د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې عملیات وکړل او د القاعده اورپکې شبکې مشر اسامه بن لادن یې وواژه.