د لاسرسي ځای

تازه خبر

قدیر خان تر ټولو خطرناکه اټومي سمګلر وو: هینونین


د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې لوګو
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې لوګو
ژباړه: پامیر ساحل، مشال راډیو

سرچینه: شپیګل انلاین


د جرمني ورځپاڼې شپیګل د اټومي انرژۍ له پخواني مرستیال مشر اولي هینونین سره مرکه کړې ده. اولي هینونین د خپلې مرکې پر مهال د پاکستان اټومي ساینسپوه عبد القدیر خان د نړۍ تر ټولو خطرناکه اټومي قاچاقبر یا سمګلر بللی دی. هینونین د مرکې پر مهال د پاکستان د اټومي وسلو پر خوندیتوب هم اندېښنې څرګندې کړې دي.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې آی اې اي اې پخوانی مرستیال مشر اولي هینونین وايي ځېنې شیان دي چې دی پر ویاړي.

دی وايي، کله یې چې په دې ادارې کې کار کاوه نو د پاکستاني اټومي ساینسپوه د کار مخه یې ونیوله او هغه یې د اټومي موادو له قاچاقولو را وګرځاوه. د هینونین په خبره، عبد القدیر خان ((د ټولو وختونو تر ټولو خطرناکه سمګلر)) وو.

د ده په خبره، ځېنې داسې معاملې وې چې دوی په کې باید زیات کار کړی وای. هینونین وايي، د ایران د اټومي پرواګرام په اړه دوی ډېر غلي پاتې شول او باید یې له څاره زیات څه کړي وای.

دی وايي له دې انکار نشي کېدای چې د ایران اټومي پروګرام د ۲۰۰۳ز کال پرتله ډېر پرمختګ کړی دی.

اولي هینونین د مرکې پر مهال شپیګل ورځپاڼې ته ویلي په هغه وخت کې ایران په وړوکې سطح او په پټه توګه اورانیم غني کول. خو د ۲۰۰۳ز کال په پای کې ایران ومنله چې په ارک کې د پلوټونیم د پیدا کولو لپاره یې لویه بټۍ جوړه کړې ده.

شپیګل د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې له پخواني مرستیال مشر پوښتنه کړې ده چې ایا له ډاکتر قدیر خان سره یې لیدلي دي؟ دی وايي د هغه له نېږدې ملګرو سره یې لیدلي خو له هغه سره یې هیڅ کله خبرې نه دي کړې. خو قدیر خان د ځېنو لیکلو پوښتنو ځوابونه ورکړي ول.

د شپیګل ورځپاڼې د دې پوښتنې په ځواب کې چې قدیر خان تر خپلې نیونې وروسته وویل چې هیڅ پټې اټومي سوداګانې او قاچاق یې نه دی کړی، نو هینونین وايي دا خبره یې په سترګو کې اوښکې راولي. ځکه چې قدیر خان د نړۍ تر ټولو بد ناقانونه سوداګر وو او له دې کار یې میلیونونه پیسې وګټلې.

دی وايي دا امکان هم شته چې له دې کاره د پاکستان د پوځ جنرالانو او د استخباراتي ادارې چارواکو د قدیر خان پرتله زیاته ګټه تر لاسه کړي وي. دا امکان شته چې د هیواد سیاسي چارواکي د قدیر خان له سودا ګانو خبر ول.

اولي هینونین د مرکې پر مهال ویلي، د پاکستان اټومي وسلې یې اندېښمنوي. دی وايي د نړۍ ټولو هیوادونو د خپلو وسلو جوړول ودرولي دي خو پاکستان نوې اټومي وسلې جوړوي، د پلوټونیم پیداوار زیاتوي او ډېر غني شوي اورانیم جوړوي.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پخوانی مرستیال مشر اولي هینونین زیاتوي، داسې ښکاري چې پاکستان خپله نوې څلورمه بټۍ هم جوړوي، کېدای شي دا د بریدونو د مخنیوي یا حتا د اټومي جګړې د پیلولو لپاره دا کار کوي.
XS
SM
MD
LG