د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اېپل کمپنۍ باني سټیو جوبز مړ شو


د ایپل کمپنۍ جوړونکې سټيو جوبز د ۵۶ کالنۍ په عمر کې مړ شو.دا کمپنۍ الیکټرانیکي سامانونه لکه آی پوډ،اي پېډ او آی فون جوړوي او نوموړی ددې کمپنۍ په راپورته کولو د سرسر کس وو.

د جوبز کورنۍ وایی چې د خپل خپلوانو په موجودګۍ کې په آرام مړ شو.

نوموړي ته پخوا د تریخې سرطان شوی و او په ۲۰۰۹ م کال کې یی په ینه هم بدله کړې وه.

هغه د روان کال د اګست په میاشت کې د کمپنۍ له مشرۍ استعفا ورکړې وه.

سټیو جوبز ۲۱ کلن چې د سټيو واز ني یک سره د کیلي فورنیا په سیلیکان وادي کې یې دغه کمپنۍ جوړه کړې وه.

جوبز د ایپل کمپني لپآره ډېر کار کړې او داسې د استعمال الیکټرانیکي سامانونه یی بازار ته وړاندې کړي چې ورسره کمپنۍ ډېره لوړه شوه او د امریکایی ایکسون موبایل کمپنۍ په مقابله کې راغله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG