د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګیلاني: د افغانستان او هند په ستراتیژیک تړون خفه نه یو.


د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني ويلي په دوه اړخیزه تعلقاتو کې تل لوړې ژورې راځي خو دده په خبره اوس یې له واشنګټن سره تعلقات په سم لور روان شوي دي.

په اسلام کې د یوه تصویري نمایش وروسته له خبریالانو سره د خبرو پر مهال هغه وویل، پآکستان د هند او افغانستان تر مینځ د سټرایټيجیک تړون په اړه اندېښنې نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې په دویم مې د امریکا لخوا اسامه بن لادن تر وژلو وروسته د پاکستان او امریکا تر مینځ تعلقات خراب شوي دي.

امریکا په پاکستان تور لګوي چې د اورپکې ډلې حقاني شبکې سره اړیکې لري.

بل لورې په افغانستان کې د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني د وژل کېدلو پس د افغانستان او پاکستان تر مینځ هم په تعلقاتو کې کړکیچ مخې ته راغلې.

د دې تر څنګ نوموړي د مخالف ګوندونو لخوا د ټکونو په جواب کې وویل چې دوی یواځې دي او هم یواځې به اوسي ځکه چې د ولس لپاره کومه ایجنډا نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې مخالف ګوند پاکستان مسلم لیګ ن د بجلۍ د لوډ شیډنګ په لړ کې په حکومت ټکونه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG