د لاسرسي ځای

هند مو ښه ملګری او پاکستان مو غبرګولی ورور دی.کرزی


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او هندی وزیراعظم منموهن سینګ یو ه بل ته د تړون لیک کتابچه سپاري.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او هندی وزیراعظم منموهن سینګ یو ه بل ته د تړون لیک کتابچه سپاري.

افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د افغانستان او د هند تر مینځ سټراټیجیک تړون به د پاکستان او افغانستان په تعلقاتو هیڅ اغیز و نه لري.

دا خبرې نوموړي هند ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال تېره ورځ نوي ډیلي کې یوې دستورې ته وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل ،” پاکستان مو غبرګولی ورور دی او هند مو ستر ملګری هیواد دی.له هند سره تړون لاسلیکول به زموږ پر ورور هیڅ اغېز ونکړي.٬٬

افغانستان د تېرې نهې ورځ له هند سره یو سټراټيجیک تړون لاسلیک کړ چې په دې ورسره به تجارتي او فرهنګي تعلقات لا نور پیاوړي شي.

د دې تړون له مخې به هند د افغان امنیتي ځواکونو د تربیت په چارو کې غټه ونډه و لري. دا پرمختګونه د رپورټونو تر مخه د پاکستان په فکر په سیمه کې د طاقت او اغېز د بې انډولۍ سبب جوړیدای شي. خو حامد کرزي دا تړون د افغانستان د امنیت او سوکالۍ لپاره د ارزښت وړ و باله.

په افغانستان کې په ورستیو کې نا امنیو او د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني د وژنې وروسته حامد کرزي روان اونۍ د طالبانو پر ځای د روغې جوړې خبرې له پاکستان سره په کولو ټینګار وکړ.
XS
SM
MD
LG