د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی: پاکستان مو غبرګولی ورور او هند مو تکړه ملګری دی


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د هند لومړي وزیر منموهن سینګ د تړون لیک کتابچه یو بل ته سپاري.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د هند لومړي وزیر منموهن سینګ د تړون لیک کتابچه یو بل ته سپاري.
افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د افغانستان او د هند تر مینځ سټراټیجیک تړون به د پاکستان او افغانستان په تعلقاتو هیڅ اغیز و نه لري.

دا خبرې نوموړي هند ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال تېره ورځ نوي ډیلي کې یوې دستورې ته وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل ، پاکستان مو غبرګولی ورور دی او هند مو ستر ملګری هیواد دی.له هند سره تړون لاسلیکول به زموږ پر ورور هیڅ اغېز ونکړي.٬٬

افغانستان د تېرې نهې ورځ له هند سره یو سټراټيجیک تړون لاسلیک کړ چې په دې ورسره به تجارتي او فرهنګي تعلقات لا نور پیاوړي شي.

د دې تړون له مخې به هند د افغان امنیتي ځواکونو د تربیت په چارو کې غټه ونډه و لري. دا پرمختګونه د رپورټونو تر مخه د پاکستان په فکر په سیمه کې د طاقت او اغېز د بې انډولۍ سبب جوړیدای شي. خو حامد کرزي دا تړون د افغانستان د امنیت او سوکالۍ لپاره د ارزښت وړ و باله.

په افغانستان کې په ورستیو کې نا امنیو او د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني د وژنې وروسته حامد کرزي روان اونۍ د طالبانو پر ځای د روغې جوړې خبرې له پاکستان سره په کولو ټینګار وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG