د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روزګان ولايت امنیتي قومندانۍ مرستيال ووژل شو.


دروزګان ولايت د لويو لارو د ساتنې د کنډک مرستيال حاجي ولي جان په یوه چاودنه کې ووژل شو.
دروزګان ولايت د لويو لارو د ساتنې د کنډک مرستيال حاجي ولي جان په یوه چاودنه کې ووژل شو.


سيدشاه سقیم - کندهار

د افغانستان دروزګان ولايت په مرکز کې د لويو لارو د ساتنې د کنډک پر مرستيال چاودنه شوې ده چې له امله يې دى وژل شوى او د زوى په ګډون يې دوه نور ټپيان شوي دي .

بلخوا بيا په هلمندکې د مسافرو په يو موټر ډزې شوې چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون پېنځلس تنه ټپيان شوي او يو تن وژل شوى دى.


د روزګان ولايت د امينه قومدانۍ وياند فريد عايل مشال راډيو ته وويل چې چاودنه د حاجي ولي جان خان د کور په دروازه کې هغه مهال شوې ده چې دى له خپل کور څخه دفتر ته روان وو.

(( نن سهار د ترينکوټ مرکز د چورنګر په سيمه کې د حاجي ولي جان خان کور ته څېرمه چاودنه شوې ده چې پکې په خپله حاجي ولي جان خان وژل شوى او يو زوى او يو ساتونکى يې ټپيان شوي دي. حاجي ولي جان خان د کنډک ريزف عملياتي قومندانى د اپراسيون امر وو ))

فريد عايل زياتوي چې په پېښه کې ټپي شوي کسان دا مهال روغتون ته لېږدول شوي دي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

دده په خبره تر پېښه وروسته پوليسو پلټنې پيل کړې دي خو تر اوسه يې له پېښې سره د تړاوو لرلو په تور څوک نه دی نيولي.


بله خوا بيا د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چې نن سهار د دغه ولايت په د ګريشک ولسوالۍ په حوض خشک سيمه کې د عامو وګړو پر بس وسله وال بريد شوى دى چې له امله يې پېنځلس تنه ټپيان شوي او يو وژل شوى دى.

امنيتي چارواکي وايي چې په ټپي شويو کسانو کې څلور ماشومان ، اته تنې ښځې او څلور سړي دي او وژل شوى کس هم يو ماشوم دى.

چارواکي پر موټر بريد د وسله والو طالبانو کار بولي هغوى لا هم تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
XS
SM
MD
LG