د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د لادرکه شویو کسانو ستونزه


د بلوڅانو ډېری کورنۍ اوس هم د خپلو لادرکه شویو خپلوانو د موندنې لپاره په احتجاج دي.
د بلوڅانو ډېری کورنۍ اوس هم د خپلو لادرکه شویو خپلوانو د موندنې لپاره په احتجاج دي.
په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې لیکواله کیرین برولیرډ ليکي د پيښور په های کورټ کې هره ورځ د لادرکه کسانو په اړه د۵ کېسونه اوریدنه کېږي.

دا زیاتوي د ملک د بشري حقونو لپاره د کار کونکو ادارو په خبره په پاکستان کې د ورکو شویو کسانو په شمېر کې زیاتوالی روان دی چې د یوې اندازې له مخې یا خو دغه کسان تېښتول شوي ، وژل شوي او یا په تېره لسیزه کې په پټو زندانونو کې بند کړل شوي دي.

لیکواله د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې هیومن راهیټس واچ د رپورټ حواله ورکوي چې د دې خلکو اصلي شمېره نه ده معلومه، ځکه چې ځيني خلک له ویرې د خپلو خپلوانو د تښتونې رپورټ نه درجوي.

لیکواله لیکي د پاکستان د استخباراتي ادارې او د ، حکومتي چارواکو په خبره داسې باور کیږی لا درکه شوي کسان د اروپکو ډلو او د بیلتون پالو له غورځنګ سره د تړاؤ لرلو په تور مشکوک ګرځول شوي دي چې د پاکستانيو امنیتي ادارو په خبره د دوی لپاره یوه خطره ثابتېدې شي.

لیکواله لیکي د پاکستان حکومتي کمیشن په دې لړ کې د درځنونو خلکو درک لګولی دی او په ولسي کچه یې ویلي دې د پاکستان استخباراتي ادارې پکې ککړې دي خو تر اوسه یې هیڅ څوک ذمه واره نه دی ګرځولې.

په ملک کې وکیلان وایي صدر اصف علي زرداري په ورستیو کې د داسې قانون منظوري ورکړې چې ورسره د پوځ اختیارات نور هم پراخ شوي دي چې د مشکوک کسانو پر ضد کاروايي وکړي.

په ورځپاڼه کې راغلي د پاکستاني پوځ ویاند میجر جنرل اطهر عباس د خلکو د لادرکه کېدلو په لړ کې د پوځ د رول ردونه کړې. او ویلی یې دي چې زیاتره ورک شوي خلک یا خو په دوبۍ ، کراچۍ ، او افغانستان کې دي او یا د اورپکو ډلو ښکار شوي دي.
لیکواله زیاتوي په شخصي توګه ځيني پاکستاني چارواکي وایي امنيتي ځواکونه مشکوک کسان په دې نیسي چې دوی په اند غیر معیاري قامي پولیس او عدالتونه به یې خوشي کړي.

لیکواله ليکي د هیومن رایټس واچ د ۲۰۱۰م کال رپورټ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د خلکو لا درکه کېدل او دقانون نه پرته وژنه او تشدد یوه لویه بشري مسله بللې
خو د لیکوالې په خبره دا مسله د امریکا لپاره عجیبه ځکه هم ده چې د تره ګرۍ ضد جګړې په لړ کی یی پاکستان ته په بلیونونو ډالرو پيسې ورکړي.

کیرین برولیرډ ليکي په پاکستان کې د کسانو لاد رکه کېدلو خبره يواځې د جګړې د میدان سره نه ده تړلې. بلکه په دې کې وطن پال یاغیتوب هم دی چې د بلوڅانو د نسلي اقلیت سره هم تړاؤ لري. چې د بشري حقونو د ادارو په خبره په بلوچستان صوبه کې هم په دې لړ کې یو شمېر مشکوک کسان ورک شوي دي.

په مقاله کې لیکواله په پيښور کې د یو کس عادل شاه کیسه ليکلې چې کورنۍ یې وایی هغه وخت و تښتول شو کله چې یې سبزي اخیستل. لیکواله لیکي دغه کسانو د پولیسو او پوځي یونیفارم اخوستې و. کورنۍ یې وایي تر اوسه په دې انتظار دي چې څه خبر به یې راشي. د هغه کورنۍ وایي د هغه په لا درکه کېدلو نه دي خبر او وایي د پاکستان پوځ نیولی او په سوات کې یې ساتلی دی.

لیکواله د دغه شان نورو کیسونو حواله ورکوي چې آی ایس آی یی ردونه کوي او د لا درکه کسانو کورنۍ عدالتي کاروایی جاري ساتي.
XS
SM
MD
LG